"۳۰۰ میلیون ډالر پر ناافغان چارو لګول شوي"

د انځور حقوق .

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د افغانستان په هکله په یو مطلب کې لیکي، د امریکا د دفاع وزارت څارونکي بنسټ (سیګار) چې د امریکا له خوا په افغانستان کې لګښتونه څاري موندلي چې د مدیریت په برخه کې پاتې راتګ، نیمګړې پروژې او د روښانه تګلارې نشتوالی د دې سبب شوی چې د امریکايي مالیه ورکوونکو میلیونونه ډالر بې ځایه ولګول شي.

ورځپاڼه د افغانستان د بیارغونې له چارو د څار ادارې سیګار د رپوټ په استناد د دې ادارې د چارواکو له قوله لیکي، چې د روښانه ماموریت، تګلارې او همغږۍ نشتوالی د دې لامل شوی چې پیسې بې ځایه ولګول شي.

واشنګټن پوسټ لیکي د امریکا د کانګرس له خوا د ۸۲۳ میلیونه ډالرو نه ۳۰۰ میلیونه یې پر داسې چارو او شیانو لګول شوي چې له افغانستان سره یې نېغ په نېغه اړیکه نه لرله.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق ARG
Image caption افغان ولسمشر په لندن کې د فساد ضد نړیواله غونډه کې.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ولسمشر غني ژمنو ته په اشارې په یو مطلب کې لیکي کله چې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر شو ژمنه یې وکړه چې ځوانان به د مشرۍ پر څوکیو وګوماري.

ورځپاڼه لیکي له طالبانو سره اوږدې جګړې او هغو ستونزې چې د ټاکنو په برخه کې رامنځ ته شوې افغانستان زیانمن کړ، خو له دې سره سره ولسمشر غني دا یو ښه فرصت ګڼي چې افغانستان د مینځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ په یوې لارې بدل کړي او د دې کار لپاره پر ځوان نسل تکیه کوي هغه ځوان نسل چې د ورځپاڼې د لیکنې له مخې زده کړې یې کړې، د افغانستان له پولو اخوا لپاره هم طرحې لري او د ولسمشر غني لیدلوري سره همغږي دي، خو ډېری ځوان تکنوکراتان هره ورځ خپل ځان له یوه داسې سیستم سره مخامخ ویني چې ډلبازي په کې ده.

ورځپاڼه لیکي دا کسان په دې خاطر زیانموونکي دي چې ولسمشر غني نه دی توانیدلی چې د قدرت دلالانو ترمنځ چې په روان وضعیت کې ګټې لري د مدیریت رول په ښه توګه ترسره کړي.

ډان:

پاکستانۍ ورځپاڼه ډان په یو مطلب کې لیکي وروسته له هغه چې انتقاد کوونکو د ولسمشر ټرمپ د روغتیا په هکله پوښتنې پورته کړې د هغه طبي معاینات ترسره کېږي.

ورځپاڼه لیکي چې د سي این این تلویزون رپوټ ورکړی چې د هغه کتاب له خپریدو وروسته چې ادعا کېږي د ولسمشر ټرمپ د چال چلن او عادتونو په اړه په کې رازونه افشا شوي، د ولسمشر ترمپ د رواني او جسمي روغتیا معاینات کېږي ځکه چې ځینو د ولسمشرۍ لپاره د ښاغلي ټرمپ وړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

ورځپاڼه د سي این این د رپوټ په استناد لیکي چې د ولسمشر ټرمپ طبي معاینات به د ډاکټر روني جکسن له خوا چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما معاینات یې هم کړي وو ترسره شي او د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز ژمنه کړې چې د معایناتو پایله به له ترلاسه کېدو سمدستې وروسته له رسنیو سره شریکه کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ورځپاڼه د سي این این د رپوټ په استناد لیکي چې د ولسمشر ټرمپ طبي معاینات به د ډاکټر روني جکسن له خوا چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما معاینات یې هم کړي وو ترسره شي

تهران ټایمز:

د ایران تهران ټایمز ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي عربي اماراتو له هغو کلونو نه چې پر ایران د لوېدیځو هېوادونو له خوا بندیزونه لګول شوي وو ښه ګټه ترلاسه کړه او په دغه وخت کې د سوداګرۍ په برخه کې د ایران د اولې درجې ملګری و ځکه له نورو هېوادونو به یې توکي اخیستل او پر ایران به یې پلورل، خو له بندیزونو دمخه په ایران کې عربي هېوادونه د ایران د اولې درجې ملګري نه ګڼل کېدل ځکه چې ایران د سوداګرۍ لپاره خپلې دروازې نړیوالو مارکیټونو ته پرانستې وې.

تهران ټایمز د ایران د سوداګرۍ د برخې د چارواکو له قوله لیکي وروسته له هغه چې پر ایران بندیزونه لري شول له متحده عربي اماراتو سره د ایران سوداګریزه راکړه ورکړه د نور هرکله پرتله ډېره لږه شوې او هغه هېوادونه چې مخکې یې له ایران سره لږه سوداګریزه راکړه ورکړه درلوده اوس یې ډېره لري.

چارواکو په دې هکله چې ولې له متحده عربي اماراتو سره د ایران سوداګریزه راکړه ورکړه لږه شوې ویلي چې یو دلیل یې دا دی چې مخکې عربي اماراتو د یوه معامله ګر رول لوباوه خو اوس ایران په خپله له نورې نړۍ سره سوداګریزه راکړه ورکړه کوي.