"ولسمشر ټرمپ پر ایران نوي بندیزونه لګوي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا د مالیې وزیر.

د امریکا د مالیې وزیر سټیف منوچېن وايي، تمه لري چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران نوي بندیزونه ولګوي.

ښاغلي منوچین زیاته کړه، چې دا نوي بندیزونه د توغندیزو چارو او انساني حقونو د خلاف ورزۍ له امله پر ایران لګېږي.

"دې مسلو ته پام کوو، بندیزونه مو لګولي او د نورو بندیزونو تمه کولی شئ".

دا به له هغو بندیزونو سره توپیر ولري، چې پر ۲۰۱۵ کال د ایران او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د اتومي پروګرام پر سر د شوي جوړجاړي په پایله کې لرې شوي وو.

* پر ایران د ډونلډ ټرمپ سخت لفظي برید

* ټرمپ: ژر به ووینئ چې د ایران له اتومي تړون سره څه کوم

ښاغلی ټرمپ به نن په دې اړه هم پرېکړه کوي، چې دغه د اتومي تړونه له امله بندیزونه همداسې لرې وساتي که بېرته یې پر ځای کړي.

هغه له ډېره وخته له دې هوکړې سره مخالف و او له کانګريس یې غوښتي، چې سمون پکې راولي، خو دا کار تر اوسه نه دی شوی.

په ورته مهال اروپايي هېوادونو د نړۍ د امنیت لپاره د ایران د اتومي تړون پر اهمیت ټینګار کړی.

دوی له ډونلد ټرمپ غوښتي چې دغه تړون ته ژمن پاټې شي.

جرمني، برتانیا،فرانسه هغه درې هېوادونه دي چې د پنجشنبې په ورځ یې په ګډ بیان کې دا غوښتنه وکړه.

د ایران غبرګون

ر د انځور حقوق Reuters
Image caption ایران وايي، اتومي تړون ته د امریکا د ژمن پاتېدلو لپاره اروپايي هېواونه یوه خوله دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې او د جرمني، برتانیا او فرانسه له بهرنیو چارو وزیرانو سره د پنجشنبې په ورځ په برسلز کې ولیدل.

له دې لیدنې وروسته جواد ظریف په ټوېټ کې ولیکل، چې درې اروپايي هېوادونه او اروپايي ټولنه پوهېږي، اتومي تړون ته د ایران ژمنتیا د امریکا بشپړه ژمنتیا پورې تړلې ده.

په ورته مهال اروپايي هېوادونو له امریکا نه غوښتنه کړې چې له ایران سره د اتومي پروګرام له تړون ونه وځي ځکه چې په وینا یې له دې تړون سره د ایران اتومي پروګرام محدود شوی او په دې توګه به سیمه او نړۍ خوندي وي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر په بروکسلز کې د ایران، فرانسې، جرمني او نورو اورپايي هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر کتنې وروسته وویل پر ۲۰۱۵ کال له ایران سره تړون ایران د اتومي وسلو له جوړولو ګرځوي او تراوسه یې بل بدیل چا نه دی وړاندې کړې.

* د ایران اتومي تړون او نړیوال غبرګونونه

* ایران: پر اتومي پروګرام د تړون "تضمین نه شته"

د هغه په خبره، ایران چې اتومي وړتیا لري دا تړون یې په دې برخه کې له وړاندې تګ نه راګرځوي:

"زه فکر نه کوم چې بل چا دې له دې غوره طرحه وړاندې کړې وي، هغه چې له دې تړون سره مخالفت لري دنده لري چې یوه لا غوره بدیله طرحه وړاندې کړې، تراوسه پورې موږ داسې څه نه دي لیدلی".

دغه راز د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګبرېل هم وویل په داسې حال کې چې ځینې هېوادونه د اتومي وسلو د کارولو په هکله په خپلو کې سلا مشورې کوې دا شونې ده چې د دیپلوماسۍ له لارې د اتومي وسلو د جوړیدو مخه ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه چې له ایران سره له تړونه به د امریکا وتل د شمالي کوریا په څیر نورو هېوادونو ته یو ناوړه پیغام واستوي:

"راځئ داسې ووایو چې د اتومي وسلو د جوړولو فکر د نړۍ له ځینې هېوادونو سره شته، تاسو په دې برخه کې یوازې له شمالي کوریا سره د لانجې په اړه فکر وکړئ، دا به یو ناوړه پیغام واستوي چې تاسو یو داسې تړون چې د دیپلوماسۍ له لارې شوې وي او د یو څه شي مخه نیولای شي په خطر کې واچوئ".

د اروپايي ټولنې دریځ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اروپايي چارواکي د تړون لغوه کېدلو مخالف دي.

د اروپا د بهرنۍ تګلارې مشرې فیدریکا موګریني له ایران سره د تړون پر ټولو خواوو غږ وکړ چې یو موټی پاتي شي او ټینګار یې وکړ چې ایران د تړون له مخې پر خپلو ژمنو بشپړ عمل کوي.

د هغې په اند دا تړون کار ورکوي او خپل اصلي هدف ته چې له نژدي نه د ایران د اتومي پروګرام څارنه ده رسیدلی دی:

"د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار ادارې په نهو ریپوټونو کې تایید کړې چې ایران په بشپړه توګه له تړون سره سم خپلې کړې ژمنې عملي کوي. د دې تړون دوام دا باوري کوي چې ایران خپل اتومي پروګرام ته د سوله ییزو مقاصدو لپاره دوام ورکوي".

ملګرو ملتونو هم له ایران سره د اتومي پروګرام په هکله تړون ملاتړ کړی او دا تړون د سمې د امنیت لپار مهم ګڼي.

اروپايي مشران او چارواکي له ایران سره د اتومي تړون په هکله دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په پام کې ده نن جمعه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرېکړه وکړي چې له ایران سره په شوي اتومي تړون کې پاتې کېږي او که ترې وځي او پر ایران نوي بندیزونه لګوي

ورته مطالب