له ټرمپ سره د اړیکو پټ ساتلو لپاره پورن لوبغاړې ته یولک دېرش زره ډالر ورکول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سټیفني یو وخت ویلي د ټرمپ وکیل یو لک دېرش زره ډالر ور کړي، خو اوس دا خبره ردوي.

امریکايي رسنۍ وایي، د دغه هېواد د ولسمشر وکیل یوې پخوانۍ پورن لوبغاړې ته د دې لپاره یو لک دېرش زره ډالر ور کړي و، چې له ډونلډ ټرمپ سره له جنسي اړیکو پرده پورته نه کړي.

دا پیسې د امریکا له ولسمشرۍ ټاکنو یوه میاشت مخکې ور کړل شوې وې.

دا هغه مهال و چې له ښځو سره د ناوړه چلند له امله پر ډونلډ ټرمپ نیوکې کېدې او هغه دا تورونه ردول.

* د جنسي اړیکې د درد کمولو ساده لارې

* ولې مونیکا چې د امریکا له پخواني ولسمشر سره یې جنسي اړیکې لرلې لیکلي زه هم؟

والسټریټ جرنال وايي، د ډونلډ ټرمپ وکیل مایکل کوهن دا پیسې پورن ستورې سټیفني کلفرډ ته- چې فلمي نوم یې سټورمي ډینیلز دی- هغه وخت ور کړې چې کله هغې غوښتل په یوه مشهور تلوېزوني پروګرام کې له ټرمپ سره پر جنسي اړیکو خبرې وکړي.

بله امریکایۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز وايي، کوهن دا لیدنه رد کړې ده، خو د پیسو په تړاو یې څه نه دي ویلي.

له بلې خوا پورن ستورې سټیفني هم د چوپ پاتېدلو لپاره د پیسو ترلاسه کول نه دي منلي.

د انځور حقوق Getty Images

رسنۍ وايي، د ټرمپ او سټینفي لیدنه هغه مهال وه چې کله ډونلد ټرمپ د خپلې دریمې مېرمنې ملانیا سره د واده یو کال وتلی و او هغه مېندواره وه.

والسټریت جورنال وايي، سټیفني ته دا پیسې هغه مهال ور کړل شوې چې کله هغې غوښتل د ۲۰۱۶ کال اکتوبر کې د اې بي سي تلوېزون (سهار په خیر امریکا) او سلیټ وېبپاڼې سره له هغې جنسي اړیکې پرده پورته کړي چې له ډونلد ټرمپ سره یې درلوده.

د سلیټ وېبپاڼې سمونګر جیکب ویزبرګ د جمعې په ورځ وویل، د ۲۰۱۶ په اګسټ او اکټوبر کې سټیفني په مرکه کې ومنله چې له ډونلد ټرمپ سره یې اول ځل په یوه لوبه کې ولیدل او له هغې لیدنې وروسته یې له ټرمپ سره تار درلوده.

* "په څلورو کې یوه نارینه جنسي تېری کړی"

* جنسي اړیکې چینایی چارواکی له دندې لیرې کړ

جکیب زیاتوي په هغه مرکه کې سټینفي وویل، مایکل کوهن د یو لک ډېرش زره ډالرو وړاندیز کړی چې د دې تار په هکله څه ونه وايي.

نوموړی وايي، هغې له څو مرکو وروسته اړیکه ور سره پرښوده.

له بلې خوا اې بي سي تلوېزون هم وايي، (سهار په خیر امریکا) خپرونه کې د مرکې لپاره له سټیفني سره خبرې روانې وې، خو هغې اړیکه پرېښوده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویل کېږي کله چې د ټرمپ مېرمن مېندواره وه، له سټیفني سره یې دا اړیکه درلوده.

خو مایکل کوهن د جنورۍ پر لسمه یوه بیان کې دا خبره رد کړې ده.

په دغه بیان د سټیفني لاسلیک هم شته او پکې ویل شوي چې له ډونلد ټرمپ سره د دې لیدنه تر څو مېلمستیاوو محدود وه.

دوی دا هم ویلي چې له ټرمپ سره د جنسي اړیکې خبره درواغ ده.

سپینې ماڼۍ هم د یوې بیانې په خپرولو سره ویلي، دا پخواني خبرونه دي، چې لا مخکې هم خپاره شوي او له ټاکنو مخکې هم رد شوي دي.