ډونلډ ټرمپ: زه توکمپال نه یم

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر د توکمپالنې د تور له امله غبرګون ښيي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افریقايي هېوادونو په اړه د خپلو پخوانیو څرګندونو په دوام چې دغه هېوادونه یې خیرن بللي وو، ویلي، دی توکمپال نه دی.

د راپورونو پر بنسټ ښاغلي ټرمپ افریقايي هېوادونو ته د خیرن ویی ( کلمه) تېره اونۍ هغه مهال وکاراوه چې په سپینه ماڼۍ کې یې د امریکا د کډوالۍ سیستم د سمون لپاره ګڼ اړخیزې غونډې ته خبرې کولې.

ښاغلي ټرمپ اوس خبریالانو ته ویلي، زه توکمپال نه یم او له هغو خبریالانو سره به مرکه ونه کړم چې یو بڅری (ذره) توکمپالنه پکې وي.

نوموړي دغه څرګندونې یکشنبه شپه د نومبر ۱۴مه د فلوریډا د ګولف په نړیوال لوبغالي (ويسټ پام بیچ) کې کړې دي.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر د توکمپالنې د تور له امله غبرګون ښيي.

د ټرمپ د څرګندونو په اړه غبرګونونه هغه مهال راپورته شول چې امریکايي رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړل چې له مخې یې ډونلډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په یوه ناسته کې چې جمهوریپال او ډیموکراټان پکې وو، پوښتلي وو:

"ولې دا ټول خلک له دغو خیرنو هېوادونو دلته راځي؟

ډیموکراټ سناتور ډیک ډربین په هماغه غونډه کې د ښاغلي ټرمپ لحن نفرت زېږوونکی، چیچونکی او توکمپالنې ته مایل ګڼلی و.

خو د امریکا د کانګریس څو جمهوریپالو غړو چې د سپینې ماڼۍ په غونډه کې یې ګډون کړی وو، ویلي، په یاد یې نه دي چې ډونلډ ټرمپ دې په دې اړه څه ویلي وي.

خو بلې جمهوریپالې سناتورې لینډزي ګراهام ویلي، د ډونلډ ټرمپ له خولې د یادو څرګندونو اورېدل نه ردوي:

" د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې ما تېره ورځ مخامخ هغه ته ځواب ور کړ، ولسمشر او نور کسان چې هلته وو، پوهېږي چې ما څه وویل او د ولسمشر له څرګندونو زما اخیستنه څه وه. "

افریقايي ټولنې د جمعې په ورځ د ډونلډ ټرمپ پر یادو څرګندو اندېښنه وښوده او پر امریکا یې غږ وکړ چې بخښنه وغواړي.

* افریقايي ټولنه: ټرمپ باید بښنه وغواړي

* ولسمشر ټرمپ د ځینو هېوادونه لپاره نامناسب ټکي کاروول نه مني

* د ټرمپ په اړه نوي کتاب کې اته لانجمن ټکي

* اور او غوسه کتاب کې: ټرمپ شهزاده محمد خپل "بنده" بولي

ورته مطالب