یو پسرلی، ډېر رنګونه، ډېر نومونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پنجاب کې اوس هم دغه رنګارنګ مېلې په پراخه کچه لیدل کېږي

هند چې یو پراخ کرنیز هېواد دی د جنورۍ میاشت پکې نه یوازې د نوي کال زېری دی، بلکې د نویو کروندو خوښي هم له همدې ورځو شپو سره غوټه ده.

د هند لر او بر کې دې موسم ته بېلا بېل نومومونه ورکړل، چې ځینې یې لوهري بولي، ځینې یې پونګل ځینې یې بیا کهچړي، اګاډي او ماګ بیهو.

د هر کال دویمه اوونۍ چې ځمکه د لمر پر لور مخ اړوي، موسم ورسره بدلېږي او دغې ورځ ته په هند کې د مکر سنکرانتي نوم ورکړل شوی دی.

د هندوانو له عقیدې سره سم هر کال د جنورۍ پر ۱۴ لمر د خپل زوی شني کره ځي او که څه هم تر منځ یې خوابدۍ شته، خو یوه بشپړه میاشت هلته پاتې کېږي. پر همدې اساس ویل کېږي، چې مکر سنکرانتي د پلار، زوی تر منځ خپلوي غښتلې کوي.

د انځور حقوق DIPTENDU DUTTA
Image caption اسام ایالت کې د بیهو پسرلنی جشن د سپتمبر نیمايي کې لمانځل کېږي، خو د جنورۍ نیمايي کې بیا د ماگھ بیهو په نامه جشنونه لمانځل کېږي

د هند لویدیځو مهاراشټرا او ګجرات ایالتونو کې پر دغه ورځ د مذهبي مراسمو تر څنګ مېلې او ساعت تېري هم وي. د سیمې اسمان کې رنګارنګ باډیوې لیدل کېږي، د کورونو بامونه له وړو، زړو ډک وي، چې باډیوې الوځوي او د ټولو باور دا دی، چې پر دغه ورځ لمر مهربان وي.

د مهاراشټرا اوسېدونکي اوبو کې د ږدنو دانې شاملوې او پرې لامبې، ښځې چندر کلا نومې ځانګړې ساړۍ اغوندې، له ږدنو جوړه ګاڼه په خوږه کې نغاړې او نوې ناوې ته یې ورکوي.

د هند شمال کې بیا دغه موسم کهچړي بولي، بزګر د ګني یا ګنډیري فصل ریبي او د لو پر مهال یې سندري وايي. له لو او لور وروسته کلیوال بزګران د اور تر لمبو راوتاوېږي. دوی په دې باور دي، چې د اور دغو لمبو کې یې د تېر کال بدۍ سوځي او نوی کال له خوښیو سره راځي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغو مېلو کې له کروندو تازه تر لاسه شوي محصولات اور ته د صدقې په توګه ورکول کېږي

لوهري سره هم ډېرې کیسې غوټه دي. بېلا بېلو ایالتونو کې بېلا بېل نومونه ورکړل شوي دي. د لمر لپاره د شولو صدقه ورکول کېږي او اصلاً دا د غلو دانو لمانځنې مېلې دي.

شنې کروندې بزګرانو ته خوښۍ راوړي. دغه موسم کې د ګوړې شربتونه او د تازه شولو ډول ډول خواړه چمتو کېږي او خوړل کېږي. د پنجاب کلیوالو سیمو کې دغه موسم لوهي بولي، خو په ټول کې دغه اصطلاح له لو اخیستل شوې، چې معانا یې رڼا ده.

دغو ورځو کې کلیوال ماشومان کور پر کور ګرځي او د لوهري ډالۍ ټولوي.

ماشومان د دال بهټي په نامه یوه سندره وايي. ویل کېږي، چې دغه سندره د دلا بهټي له نامه سره تړلې، چې د مغول پاچا اکبر د زمانې یو شوکمار و. د ده اصلي نوم عبدالله بهټي و او هسې وايي، چې د شتمنو دښمن او د بېوزلو ملګری او خواخوږی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینو سیمو کې باډیوې الوځول کېږي

د ده په اړه ویل کېږي، چې دوی پېغلې سندي او مندري یې د ظالمانو له ولکې وژغورلې، واده یې کړې او دواړه له پت او عزته ډک ژوند تېر کړ. دې سره دلا بهټي ته پنجاب کې د اتل په سترګه کتل کېږي او په ولسي سندرو کې یادېږي.

د هند سویل کې بیا د کروندې مېله پونګل بولي.

دغه جشن څلور ورځې دوام کوي. لومړۍ ورځ یې د لمر لمانځنه کېږي. پر دویمه ورځ یې د لمر لپاره د خاورو لوښي کې د تازه وریجو، دال او ګوړې د پرني صدقه، درېیمه ورځ یې د غوا لمانځنه او څلورمه ورځ یې اتڼونه او سندرو ته ځانګړې کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سویلي هندوستان کې د پونګل په نامه پسرلی لمانځل کېږي او ډول ډول خواړه پخیږي

لوهري سره نه یوازې ژمی پای ته رسېږي، بلکې د پسرلي راتلو پیغام بلل کېږي.

ګلان غوړیږي، د ونو پاڼې زرغونیږي او د ځمکې پر مخ شنېلي زرغونیږي. هر لور ته د مرغانو چڼهار داسې ښکاري چې ژمی رخصتوي او پسرلي ته هرکلی وايي.

* سلما حسین د خوړو ماهره او د خوړو په تړاو لیکنې کوي. په فارسي ژبه پوهېږي او له همدې کبله یې د مغلو خوړو په باب پراخ معلومات لري. نوموړې یو شمېر کتابونو لیکواله ده او له مشهورو هوټلونو سره د خوړو پخلي برخه کې د سلا کارې په توګه کار کوي. د بي بي سي لپاره یې د لیکنو یوه لړۍ پیل کړې.

اړونده مطالب

ورته مطالب