د مور پلار نیول، چې خپل ۱۳ بچیان یې بندیان کړي وو

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې پولیسو داسې ۱۳ کسان موندلي او خوشي کړي چې وايي مور پلار یې خپل کور کې بندیان کړي وو.

پولیسو ځینې کسان په داسې مهال وژغورل چې په کټ پورې په کړیو او ځنځیرونو تړل شوي وي.

د پولیسو په خبره، دا ۱۳ کسان خویندې او وروڼه دي.

پلار ډېویډ الن ټورپن چې ۵۷ کلن دی او مور لوییس انا ټورپن چې ۴۹ کلنه ده، د دې ماشومانو د شکنجې او بندیانولو په تور نیول شوي دي.

پولیس وايي، د ۱۳ بندي شویو کسانو عمرونه له دوو تر ۲۹ کلونو دي او د لاس انجلس سوېل ختیځ ته په ۹۵ کیلومتره واټن لرې سیمې پاریس په یوه کور کې موندل شوي دي.

چارواکي له دې کسانو هغه مهال خبر شول چې یوه بندۍ نجلۍ د یکشنبې په ورځ په تېښته بریالۍ شوه.

دې د تېښتې پر مهال په کور کې ملفون( موبایل تلېفون) وموند او د پولیسو بېړنۍ شمېرې ته یې زنګ وواهه.

دې نجلۍ- چې پولیس وايي د لسو کلونو به وي- دوی ته وویل چې مور پلار یې ۱۲ خویندې وروڼه بندیان کړي دي.

کله چې پولیس کور ته ورسېدل ویې لیدل چې په خراب او تیاره ځای کې څو ماشومان خپلو کټونو پسې په ځنځیرونو او کړیو سره تړل شوي دي.

پولیس وايي، مور پلار په همغه وخت کې داسې قانوني وجه ونه ویله چې ولې یې خپل ماشومان تړلي وو.

پولیس دې هم هیښ کړي دي، چې په کور کې اووه داسې کسان هم بندیان شوي و چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۹ کلونو ترمنځ دي.

دا قربانیان خوارځواکي او خیرن ښکاري.

ټول قربانیان اوس ځايي روغتونونو کې درملل کېږي.