هندۍ ښځې د واده کولو پر ځای د غوايي پالنه خوښه کړه

Image caption رامو نومي غويی ۱۸ کلن دی او د سیمې سیالیو کې یې نوم خورا شهرت موندلی

د هند تامل ناډو ایالت یوې ښځې ځکه له واده کولو ډډه کړې، چې د یوه جایزه ګټونکي غوايي پالنه وکړای شي.

سیلوا رانۍ کناګاراسو چې اوس ۴۸ کلنه ده، پېغله وه، چې د واده کولو پر ځای یې د پلارګنۍ له دود سره سم د جالیکاټو په نوم په دودیزه سیالۍ کې د برخې اخیستو لپاره د غوايي پالنه پیل کړه.

جالیکاټو لوبه له پېړیو راهیسې تامل ناډو کې د پونګل نومې پسرلنۍ مېلې پر مهال تر سره کېږي. دغه لوبه کې د غوايي په ښکرونو پورې پېسې غوټه کېږي او زرګونه نارینه د جایزې په توګه د دغو پېسو تر لاسه کولو لپاره د غوايي کابو کولو هڅه کوي.

دوه کاله پر دغه لوبه بندیز لګول شوی و او ویل کېدل، چې دا پر حیواناتو ظلم دی، خو وروسته فدرالي محکمې دغه بندیز لرې کړ او د ۲۰۱۷ کال جنورۍ پونګل مېله کې بېرته دغه سیالۍ پیل شوې.

له دود سره سم باید د حیوان پالنې مسوولیت د اغلې کناګاراسو وروڼو پر غاړه اخیستی وای، خو هغه وايي وروڼو یې د څاروي پالنې لپاره وخت نه درلود، ځکه یې پرېکړه وکړه، چې خپله دغه مسوولیت واخلي.

اغلې کناګاراسو د رامو نومي غوايي پالنه کوي، چې ۱۸ کلن دی او د سیمې سیالیو کې یې ډېر شهرت موندلی دی. رامو له اوو سیالیو نه چې برخه یې پکې اخیستې، پینځه ګټلې دي او د مالکې لپاره یې هم د ګران بیه ساړیو او د سرو زرو سکې ډالۍ ورپه برخه کړې دي.

د انځور حقوق PANDIAN RANJITH
Image caption تېر کې سلګونه کسان د دغو سیالیو ګډونوال او یا ننداره کوونکي وژل شوي، تر پښو لاندې شوي او یا ټپیان شوي دي.

کناګاراسو وايي:

''رامو راته د زوی غوندې دی، هغه جایزې ګټلې دي، خو ډېره مهمه دا ده، چې د کورنۍ لپاره یې کلي کې ښه نوم او عزت ګټلی دی. ''

هغه وايي، 'په جالیکاټو لوبه کې له خپل خوی او تنې له کچې سره سره مینه ناک څاروی دی. '

تېر کې سلګونه کسان د دغو سیالیو ګډونوال او یا ننداره کوونکي وژل شوي، تر پښو لاندې شوي او یا ټپیان شوي دي.

لس کاله پخوا چې اغلې کاناګارا دغه غویی اخیستو، مخکیني څښتن یې ډېرې پېسې غوښتې او هغې دومره ډېرې پېسې نه درلودې، خو وروسته یې رامو ځکه د لږ پېسو بدل کې هغې ته ورکړ، چې نوموړې ورته وویل پېسې نه لري، خو د غوايي د پالنې او ساتنې ژمنه یې وکړه.

Image caption سیلوا رانۍ کناګاراسو غواړي د غوايي پالنې دود یې کورنۍ کې پاتې شي

د واده کولو پر ځای د غوايي پالنې پرېکړه یې لومړي سر کې خپلو- خپلوانو خوښه نه کړه، خو وروسته یې ومنله. هغه وايي، داسې وخت هم و، چې خپله به مې یو وخت ډوډۍ خوړله چې وکولای شم د رامو لپاره خواړه وپېرم.

رامو د ځانګړو خوړو تر څنګ ورزش ته هم اړتیا لري او اغلې کاناګاراسو یې ځکه هره ورځ د کلي ډنډ ته د لامبو لپاره بیايي چې ګوډې یې غښتلې شي:

وراره مې راجمکار رامو د قدم وهلو لپاره بیايي او زه د هرې جالیکاټو سیالیو مخکې د حیواناتو له ډاکټره د رامو په اړه بشپړ رپوټ تر لاسه کوم، چې باید سیالیو کې د ګډون لپاره چمتو اوسي.

Image caption هغه اوسمهال د خپلې ورېرې دېوادهارشینې پر روزنه بوخته ده، چې پر پله یې لاړه شي.

سیالیو کې د رامو بریا هغه ته پام ډېر کړی دی او د کاناګاراسو یوې خپلوانې سیلواراج په خبره هغې ته د رامو بدل کې د ۱۰۰ زره روپیو ورکړې وړاندیز شوی دی، خو هغې رد کړی دی.

هغه اوسمهال د خپلې ورېرې دېوادهارشینې پر روزنه بوخته ده، چې پر پله یې لاړه شي. دېوادهارشینې که څه هم وايي د غوايي پر پالنه پوهېږي، خو وايي تر اوسه یې پرېکړه نه ده کړې، چې ټول عمر به د غوايي پر پالنه تېروي:

'' تر اوسه مې په دې اړه فکر نه دی کړی، زه اوس زده کړې کوم او غواړم د خپلې کورنۍ لومړۍ نجلۍ شم، چې له لوړو زده کړو فارغه شم. ''

اړونده مطالب