ټرمپ: مالومه نه ده چې د اسراییلو او فلسطين ترمنځ به خبرې پیل هم شي او که نه

ټرمپ د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر ټرمپ: موږ ته بايد درناوى وشي گنې وړاندې به بل گام وانخلو.

د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي نه پوهېږي چې د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ د سولې خبرې اترې به کله هم پيل شي او که نه. نوموړي د سولې په خبرو کې د خنډ رامنځته کولو پړه پر فلسطينيانو واچوله.

ولسمشر ټرمپ په داووس کې اقتصادي نړېوالې سرمشريزې کې په داسې حال کې دا څرگندونې کولې چې د اسراييلو لومړى وزير نبيامين نتنياهو يې ترڅنگ ناست و.

ښاغلي ټرمپ وويل وروسته له هغه چې ادارې يې بيت المقدس د اسراييلو پلازمينې په توگه په رسميت وپېژاند، فلسطينيانو امريکا ته سپکاوى وکړ.

نوموړي خبريالانو ته وويل "موږ ته بايد درناوى وشي گنې موږ به وړاندې بل گام وانخلو."

د فلسطين کورواکه اداره وايي نور نه شي کولاى چې امريکا ته د يوې بې پرې منځگړې په سترگه وگوري.

فلسطيني مشر محمود عباس د بيت المقدس په تړاو د ولسمشر ټرمپ پرېکړه "د پېړۍ څپېړه" بللې.

ولسمشر ټرمپ په داووس کې خبريالانو ته د خبرو پر مهال له اسراييلو خوښي څرگنده کړه او وې ويل "اسراييلو تل د امريکا ملاتړ کړى او هغه څه مې چې د بيت المقدس په تړاو کړي، ځان لپاره یې وياړ بولم."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption فلسطيني مشر محمود عباس د بيت المقدس په تړاو د ولسمشر ټرمپ پرېکړه "د پېړۍ څپېړه" بللې.

ولسمشر ټرمپ د تېر ډسمبر په لومړيو کې، سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال اعلان وکړ "د امریکا متحده ایالتونه اوس بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنې په توګه په رسميت پېژني."

ولسمشر ټرمپ ویلي و، که دواړه لوري اسراییل او فلسطینیان یې ومني، امریکا د دوو هېوادونو د حل لارې ملاتړ کوي.

د ولسمشر ټرمپ له خبرو مخکې د فلسطیني ولسمشر محمود عباس یوه ویاند خبرداری ورکړی و، چې دا به د سیمې لپاره 'خطرناکې پایلې ' ولري.

سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال ولسمشر ټرمپ زياته کړې وه چې گواکې دغه پرېکړه د امریکا لپاره او دغه راز د فلسطین او اسراییلو تر منځ د سولې راتګ لپاره ګټوره ده.

ولسمشر د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې له تل ابیب نه بیت المقدس ته د امریکا سفارت لېږدولو ته چمتوالی وکړي.

ورته مطالب