یو شمېر نیول شوي سعودي شتمن خوشي شوي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

یو شمېر نیول شوي سعودي شتمن خوشي شوي

په سعودي کې یو څو تر ټول ډېر شتمن خلک چې، په نومبر میاشت کې د ولیعهدlمحمد بن سلمان په امر، د فساد تورونو له امله نیول شوي وو، اوس چارواکو ته د پیسو په بدل کې بېرته خوشي شوي دي. رپوټونه وايي، په خوشې شویو کسانو کې یو یې، شهزاده الولید بن طلال دی. د رپوټونو له مخې دی ۱۷ میلیارده ډالر لري. دی دا ردوي چې کواګې د خپلې ازادۍ لپاره یې پیسې ورکړې دي. په دې وروستیو کې، دی په یوه مرکه کې پر هغو خبرو وغږېد چې له سعودي چارواکو سره یې کوي.