هند کې د اتو میاشتو پر ماشومې جنسي تېری شوی

د هند پلازمېنه کې له ۲۰۱۲ کال راهیسې چې پر یوې محصلې جنسي تېری وشو، د زور زیاتي په تړاو اندېښنې ډېرې شوې دي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند پلازمېنه کې له ۲۰۱۲ کال راهیسې چې پر یوې محصلې جنسي تېری وشو، د زور زیاتي په تړاو اندېښنې ډېرې شوې دي.

هندي پولیس وايي پلازمېنه ډیلي کې د اتو میاشتو پر یوې ماشومې جنسي تېری شوی دی. پولیس وايي تېری کونکی د ماشومې خپلوان دی او دغه ماشومه په خواشینونکي روغتیايي حالت کې روغتون ته لېږدول شوې ده.

د ډیلي ښځو کمېسیون مشرې سواتې مالیوال چې روغتون کې یې دغه ماشومه لیدلې، په یوه ټویټر پیغام کې ویلي د ماشومې درې ساعته جراحي عملیات شوي او په وینا یې چیغې یې په ټول روغتون کې اورېدل کېدې.

ویل کېږي پېښه د یکشنبې پر ورځ شوې. پر تي خوري ماشوم د جنسي تېري له پېښې وروسته په هندي رسنیو کې خورا تاوده بحثونه راپورته شوي دي او داسې څرګندونې هم شته، چې ګواکې نویو قوانینو ته اړتیا ده.

بل لور ته رسمي شمېرې ښيي، چې هند کې دغه ډول جنایتونه غیر عادي نه دي او داسې اندېښنې هم شته، چې شمېر یې په ډېرېدو دی.

هند کې د جنسي تېريګرو د اعدام غوښتنه

هند کې د جنسي تېري ۱۰ کلنې زیانمنې اولاد وزېږېد

۱۰ کلنې نجلۍ د ګېډې ماشوم لرې کولو اجازه غوښتې

د هند جنايي پېښو احصايې مرکز له شمېرو سره سم ۲۰۱۶ کال کې پر ماشومانو د جنسي تېري ۱۹۷۶۵ پېښې ثبت شوې دي، چې د ۲۰۱۵ کال ۱۰۸۵۴ پرتله ۸۲ سلنه ډېروالی ښيي. سواتې مالیوال په یوه بل ټویټر پیغام کې لیکلي:

څه باید وشي؟ پلازمېنه کې پر یوې اته کلنې ماشومې جنسي تېری شوی دی، ډیلي کې خوب څنګه کېدای شي؟ ایا موږ دومره بې احساسه یو او که مو د خپل برخلیک په توګه دا هر څه منلي دي.

د انځور حقوق AFP

د هند پلازمېنه کې له ۲۰۱۲ کال راهیسې چې پر یوې محصلې جنسي تېری وشو، د زور زیاتي په تړاو اندېښنې ډېرې شوې دي.

حکومت له هغه وروسته د تېري کوونکو لپاره سخت قوانین جوړ کړل، چې اعدام هم پکې شامل دی، خو دې سره هم د هېواد لر او بر کې له ښځو او نجونو سره د زور زیاتي لړۍ روانه ده.

اړونده مطالب