سوريه کې د ترکي پوځ تر ټولو خونړۍ ورځ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ترکیه واي پي جي ډله ترهګره بولي او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي د دوی پولو سره نژدې مېشت شي.

د ترکيې پوځ وايي د سوريې شمال په عفرين کې يې اووه هغه سرتېري وژل شوي چې له کوردي ياغيانو سره جګړه کوي.

پنځه سرتېرې عفرين سيمه کې د هغوى پر يوه ټانک د بريد پرمهال وژل شوي، څلور يې د ټانک دننه و او يوه يې ملگرتيا کوله.

دوه نور يې سهار مهال وژل شوي دي. دا له هغه راهيسې چې تېره مياشت ترکانو دغلته پوځي عمليات پيل کړل د دوى له پاره تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

د ترکيې لومړي وزير بن علي ييلدريم د خپلو ځواکونو د مړينې په غبرګون کې ويلي "کوردي ياغيان به د دې دوه برابره زيان وګوري".

د ښاغلي ييلدرم له خبرو وروسته د دغه هېواد جنګي الوتکو د سوريې شمال عفرين کې د کوردانو پر مورچو هوايي بريدونه وکړل او د هغوی ځينې استوګنځايونه او د وسلو زيرمې يې وېجاړې کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ترکيه له نژدې دوو اوونيو راهيسې په عفرين کې د کوردي ياغيانو (وای پي جي) پر وړاندې عمليات کوي.

ترکيه له نژدې دوو اوونيو راهيسې په عفرين کې د کوردي ياغيانو (وای پي جي) پر وړاندې عمليات کوي.

ترکي چارواکي وايي، تمه لري د ترکيې ځمکنی پوځ به وکړی شي د خپلو عملیاتو په ترڅ کې کوردۍ واي پي جي ډله له عفرین څخه وباسي.

د ترکیې سره پر پوله عفرین ښار له ۲۰۱۲ کاله راپدېخوا د واي پي جي ډلې تر ولکې لاندې دی.

ترکیه واي پي جي ډله ترهګره بولي او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي د دوی پولو سره نژدې مېشت شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب