د سوریې پر حکومت پلوو ځواکونو د امریکا بمبارۍ "۱۰۰ کسان" وژلي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د سوریې له شماله رپوټونه وایي چې په ادلیب ولایت کې سوري پوځیانو د یاغیانو پر سیمو هوایي بریدونه کړي دي.

په سوریه کې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف وايي، غوطه کې یې د سوري حکومت پر ملاتړو "د سوریې دیموکراتو ځواکونو" پر څار مرکزونو بمبارۍ کې لږترلږه "۱۰۰ کسان" وژلي دي.

سوري فعالان وايي، دا بریدونه پلازمېنې دمشق ته څېرمه د یاغیانو تر ولکې لاندې وروستۍ لویې سیمې، غوطه باندې شوې .

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، په دې سیمه کې په تېرو درېو ورځو کې تر سلو ډېر خلک وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، په دې وروستیو کې هلته د حکومتي ځواکونو بریدونه په ناڅاپي توګه زیات شوي دي. دې ټولنې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

سوریه کې د ایتلاف بمبارۍ ۲۳ ولسي وګړي وژلي

روسیې په سوریه کې پر ملکي خلکو بمبار رد کړ

د سوریې خبري رسنیو د ایتلاف دا غبرګون "د ترهګرۍ نوی ملاتړ" ګڼلی. د سوریې تلوېزیون وايي په برید کې "لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي".

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې - چې مرکز یې بریتانیا کې دی ـ ویلي، سوري ځواکونو ته تر هغه کمه مرګ ژوبله اوښتې چې ایتلاف اعلان کړې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سوریې دیموکراټ او د حکومت پلوي ځواکونه پر دیرالزور سیمې واکمن دي

ایتلاف په یوه خبرپانه کې ویلي "د حکومت پلوو ځواکونو یو بې سببه برید کړی".

خبرپاڼه زیاتوي، د ایتلاف اړوند ځواکونه د برید پرمهال په دندو بوخت او تیت پرک وو.

د انځور حقوق KILIC/AFP/Getty Images
Image caption د سوریې له دیموکراتو ځواکونو سره د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف ملاتړ هم دیشرق الفرات

برید د فرات سیند په ختیځ کې شاوخوا ۸ کیلومتره لرې شوی.

امریکايي چارواکو ویلي، په برید کې کابو ۵۰۰ جنګیالیو ګډون کړی و.

دوی وايي، امریکايي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

کردي جنګیالي هم د کردي د ملاتړو ځواکونو په کنډکونو کې د سوریې د دیموکراتو ځواکونو په لیکو کې، چې د امریکا ملاتړ ورسره دی، د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې پروړاندې جنګېږي.

ورته مطالب