په اسلامي مراسمو کې د جنسي ځورونې پرضد هشټګ

مسلمانه ښځه د انځور حقوق Getty Images

په دې وروستیو کې یو شمېر مسلمانې ښځې د #MosqueMeToo هشټګ په کارولو د حج په مراسمو او نورو مذهبي ځایونو کې د جنسي ځورونې په تړاو خپلې تجربې شریکوي.

د مصر مسلمانې فېمېنست فعالې مونا الطحاوی چې تر۲۸۰زرو کسانو ډېر یې د ټوېټر پاڼه تعقیبوي د #MosqueMeToo هشټګ په کارولو دا شونې کړې چې د دې هشټګ په کارولو یې مسلمانې ښځې وکړی شي د حج په مراسمو او نورو مذهبي ځایونو کې د جنسي ځورونې په اړه ولیکي.

اغلې الطحاوي۲۰۱۳ کال کې د حج له مراسمو تر ستنېدو وروسته د مصر په یوې پېژندل شوې ټلویزیونې خپرونې کې د حج د مراسمو په جریان کې د جنسي ځورونې په تړاو له خپلې تجربې وغږېده. هغه مهال اغلې الطحاوي تر کلکو نیوکو لاندې راغله. ډېرو په دې تورنه کړه چې اسلام او مسلمان نارینه و ته سپکاوی کوي.

مونا الطحاوي وايي، د #Metoo هشټګ له ډېرې کارونې سره اوسنۍ فضا د مسلمانو ښځو لپاره دا زمینه جوړه کړې چې پر ټبو مسلو وغږېږي او په مذهبي چاپېریال کې پر جنسي ځورونې بحث وکړي.

د #MosqueMeToo هشټګ تر ۲۴ ساعتونو لږ وخت کې نژدې ۲۰۰۰ ځلې ټویټ شوی. ډېری هغه ښځې چې د دغه هشټګ په کارولو یې د جنسي ځورونې تجربې شریکې کړې دي فارسي دي. هغه موده کې چې دغه لیکنه کېدله دغه هشټګ د فارسي تر ټولو ډېرو کارېدولو لسو کې راته.

مسلمانو کاروونکو د نړۍ له بېلابېلو سیمو ددغه هشټګ په کارولو خپلې تجربې شریکې کړي دي.

نرګس پر خپله ټوېټر پاڼه لیکي:

"له طواف کولو وړاندې زایرینو ته خبرداری ورکړل کېږي چې کېدی شي څوک لاس ور وړي. پلار مې د مور د ساتنې په پار د هغې تر شا طواف کاوه."

د مریم حکیم په نامه یوې کاروونکې لیکلي:

د انځور حقوق Twitter

"کېدی شي دا مسله ټبو وي خو ډېرې ښځې چې حج ته تللې وې او یا یې د کورنۍ ښځینه تللې وې، ما ته یې په دې اړه (د جنسي ځورونې) ویلي ول."

فارسي ژبي کاروونکي هم دغه هشټګ کاروي او په ایران کې د مذهبي ځایونو په اړه خپله تجربه شریکوي. په دوی کې ځینې په دې اند دي چې دغه هشټګ هغه فلسفه ننګوي چې ګواکې حجاب خوندیتوب دی.

د دلوچا په نامه یوې کاروونکې لیکلي:

د انځور حقوق Twitter

"... دا هشټګ د هغو ویاندانو پر خولې کلک ګوزار دی چې امنیت د اجباري حجاب له برکته بولي."

مهرسا لیکلي:

د انځور حقوق Twitter

"د تهران لوی بازار ته د عاشورا د مراسمو د عکاسۍ لپاره تللې وم. ډېر خلک ټول شوي ول. (د معترضانو له خوا) تېری کول دومره ډېر او ان عادي ول چې د نارینه و لاس به مې ونیو او له ځانه به مې لېرې کاوه. حتی یو عکس مې هم وانه خیست او مراسم مې پرېښودل."

د ایران په اوسني وضعیت کې چې بر اجباري حجاب بحث تود دی دغه هشټګ د حجاب د فلسفې د پوښتلو لپاره پلمه ګرځېدلې.

یوې بلې فارسي ژبې کاروونکې یوه خاطره داسې لیکلې.

د انځور حقوق Twitter

"د ګڼه ګوڼې د فشار له امله د نارینه و د وتلو د وره خوا ته ټېل وهل شوو. یوه زایر د شا له خوا ځان ما سره ونښلاوه او د ټکري او حجاب له شا یې یو شی زما بدن کې کښېکاږه، له ډاره فلجه شوم کمزورې شوم او له ځانه مې زړه تور شو، له وره سره نژدې یې خوشې کړم او د باندې ولوېدم او هېڅوک پوه نه شول چې پر هغې دیارلس کلنې نجلۍ څه تېر شول."

خو ټولو د دغه هشټګ هرکلی نه دی کړی.

رضا رمضان نژاد لیکي:

د انځور حقوق Twitter

#"رشتو یوه فېمېنسته سهار راپورته شوې د MeToo هشټګ يې لیدلی، ځواب یې ورکړی، فکر ته یې راغلي چې اسلامي نسخه یې جوړه کړې.

#MosqueMeToo دې ته په کتو چې عربستان د طواف پرمهال له ښځو سره د عمدي تماس په جرم دُرې وهل په کلکه پلې کوي. که MeToo شوي واست، بي بي حاجي،نو شکایت به مو کړی و."

اغلې الطحاوي د خپل ټویټ د ډېر شریکېدو له کبله د یو شمېر کاروونکو له خوا تر نیوکو لاندې راغلې ده. هغې یو شمېر هغه تورونه چې پر دې لګېدلي په یوه لړ ټویټونو کې لیکلي.

اړونده مطالب

ورته مطالب