د طبیعت خورا غوره ډالۍ: باغونه

برازیل کې د کېراډو په نامه یوې پراخې طبیعي سیمې یوه تصویر ته د سږ کال لپاره د باغونو عکاسۍ لومړی ځای ورکړل شوی دی. د دغه تصویر عکاس مارسیو کابرال ته د دغه تصویر لپاره لومړۍ جایزه ورکړل شوه. د برازیل برازیلیا اوسېدونکي عکاس خپل تصویر ته د کېراډو لمر خاته نوم ورکړی دی.

Luminescent flowers beneath a sunrise د انځور حقوق Marcio Cabral

د IGPOTY ادارې مشر ټایرون مکګلاینچې وايي: مارسیو کېراډو د لمر له لومړیو وړانګو سره د بوټیو خورا شاندار منظر په تصویر کې را اخیستی دی.

دغه سیالۍ کې د نړۍ له بېلا بېلو برخو په بېلا بېلو موسمونو کې د باغونو اخیستل شوي تصویرونه شامل وو. دې کې د چین زرینو وریجو له څرخنده غرونو نیولې بیا د اسټرالیا تر ګل بویونکي موږک پورې تصویرونه شامل دي. دلته درته یو شمېر ګټونکي تصویرونه وړاندې کوو.

مارک بایویر ډورسیت کې د ارغواني رنګه ګلونو یوه ویړه (غالۍ) لیدلې. د انځور حقوق Mark Bauer
Image caption مارک بایویر ډورسیت کې د ارغواني رنګه ګلونو یوه ویړه (غالۍ) لیدلې.
انې ګرین د جرمني باوریا کې د نکلونو دروازه موندلې، چې د سپوږمۍ دروازه هم بلل کېږي. د انځور حقوق Annie Green-Armytage
Image caption انې ګرین د جرمني باوریا کې د نکلونو دروازه موندلې، چې د سپوږمۍ دروازه هم بلل کېږي.
شاوفینګ ژانګ د چین زرینو وریجو کروندو تصویر اخیستی، چې په پېچلیو غونډیو کرل شوې. د انځور حقوق Shaofeng Zhang
Image caption شاوفینګ ژانګ د چین زرینو وریجو کروندو تصویر اخیستی، چې په پېچلیو غونډیو کرل شوې او تر شا یې د وریځو پوڅې لیدل کېږي.
یای فان د چین یاونان سیمې غرونو کې د دغه سارايي طبي بوټي تصویر اخیستی دی. د انځور حقوق Yi Fan
Image caption یای فان د چین یاونان سیمې غرونو کې د دغه سارايي طبي بوټي تصویر اخیستی دی.
د شمالي ایرلنډ سټېو لاورې د لرګې اډانې تصویر اخیستو لپاره رڼا قطبي کړې ده. د انځور حقوق Steve Lowry
Image caption د شمالي ایرلنډ سټېو لاورې د لرګې اډانې تصویر اخیستو لپاره رڼا قطبي کړې ده.
مایورو ترونتو د ایټالیا پایدماونت وال بسکاجنا منظر لپاره چې ډبرین غرونه، مالټو ونې او سیند پکې وینو ډېر ستایل شوی د انځور حقوق Mauro Tronto
Image caption مایورو ترونتو د ایټالیا پایدماونت وال بسکاجنا منظر لپاره چې ډبرین غرونه، مالټو ونې او سیند پکې وینو ډېر ستایل شوی
هنریک سپرانز د اتریش وینا کې د اروپا یوه سارايي موږک تصویر اخیستی، چې زعفراني رنګه ګل بويوي. د انځور حقوق Henrik Spranz
Image caption هنریک سپرانز د اتریش وینا کې د اروپا یوه سارايي موږک تصویر اخیستی، چې زعفراني رنګه ګل بويوي.
د لوکسمبرګ له نوې کلا د څنګلوري باغ دغه تصویر ماریانې ماجیریوس اخیستی دی. د انځور حقوق Marianne Majerus
Image caption د لوکسمبرګ له نوې کلا د څنګلوري باغ دغه تصویر ماریانې ماجیریوس اخیستی دی.
کتراین بالډوک د للي یا سوسن ګلونو څو لړونه پیچلي چې ښکلا او پېچلتیا یې څرګنده شي. د انځور حقوق Cathryn Baldock
Image caption کتراین بالډوک د للي یا سوسن ګلونو څو لړونه پیچلي چې ښکلا او پېچلتیا یې څرګنده شي.
جان ګلوور ختیځ ساسکس کې د د لمر خاته دغه منظر په عکس کې رااخیستی. د انځور حقوق John Glover
Image caption جان ګلوور ختیځ ساسکس کې د د لمر خاته دغه منظر په عکس کې رااخیستی.
الن پرایز ویلز کې دغه مرغۍ داسې حال کې لیدلې، چې د ځالې لپاره یې خځلې ټولولې. د انځور حقوق Alan Price
Image caption الن پرایز ویلز کې دغه مرغۍ داسې حال کې لیدلې، چې د ځالې لپاره یې خځلې ټولولې.
نایجل مککال د ویلز له کارمارتهنشایر ابیر ګلاسنې باغونو د میوو او ګلونو دغه عکس اخیستی دی. د انځور حقوق Nigel McCall
Image caption نایجل مککال د ویلز له کارمارتهنشایر ابیر ګلاسنې باغونو د میوو او ګلونو دغه عکس اخیستی دی.
په چین کې دغه خځنده چې د سر وېښتو یوه عصري ډول ته ورته ښکاري مینګهوی یوان لیدلی دی. د انځور حقوق Minghui Yuan
Image caption په چین کې دغه خځنده چې د سر وېښتو یوه عصري ډول ته ورته ښکاري مینګهوی یوان لیدلی دی.
سلوانیا کې په سپینو سارايي ګلونو پوښلې دغه زرغونه غونډۍ ان ماینورم لیدلې. د انځور حقوق Anne Maenurm
Image caption سلوانیا کې په سپینو سارايي ګلونو پوښلې دغه زرغونه غونډۍ ان ماینورم لیدلې.
د تارکښ په جال کې دغه پټ ګل هالنډ کې هانس وان هورسین لیدلی د انځور حقوق Hans Van Horssen
Image caption د تارکښ په جال کې دغه پټ ګل هالنډ کې هانس وان هورسین لیدلی
د تنفس فضا کټوګرۍ کې د اندریا پوزي دغه تصویر لومړی ځای خپل کړی، چې د کاناډا ټومبسټون کې اخیستل شوی. د انځور حقوق Andrea Pozzi
Image caption د تنفس فضا کټوګرۍ کې د اندریا پوزي دغه تصویر لومړی ځای خپل کړی، چې د کاناډا ټومبسټون کې اخیستل شوی.
د لندن کیو ګارډن دغه انځور الیسن سټایټ اخیستی د انځور حقوق Alison Staite
Image caption د لندن کیو ګارډن ارغواني ګلونو دغه انځور الیسن سټایټ اخیستی
ولکر میخایل د دغو غوړېدلو ګل بوټیو تصویر اخیستی دی. د انځور حقوق Volker Michael
Image caption ولکر میخایل د دغو غوړېدلو ګل بوټیو تصویر اخیستی دی.
د وچو ګلونو دغه تصویر له کبله د فرانتیسیک ریروشا ډېره ستاینه شوې. د انځور حقوق Frantisek Rerucha
Image caption د وچو ګلونو دغه تصویر له کبله د فرانتیسیک ریروشا ډېره ستاینه شوې.
ویلیم ډور د دغو (تنها) ونو تصویر د سکاټلنډ غرونو کې اخیستی د انځور حقوق William Dore
Image caption ویلیم ډور د دغو (تنها) ونو تصویر د سکاټلنډ غرونو کې اخیستی
د دغه تصویر له کبله د معصومي شیوهورا ډېره ستاینه شوې. د انځور حقوق Masumi Shiohara
Image caption د دغه تصویر له کبله د معصومي شیوهورا ډېره ستاینه شوې.
کلای بالټ د شمالي امریکا شاتو مچیو سخت ژوند انځور کړی، چې د چاپېریال ککړتیا او ناروغیو له کبله یې ګزران سخت دی. د انځور حقوق Clay Bolt
Image caption کلای بالټ د شمالي امریکا شاتو مچیو سخت ژوند انځور کړی، چې د چاپېریال ککړتیا او ناروغیو له کبله یې ګزران سخت دی.

د ۲۱۰۹ کال لپاره د باغونو تصویرونو نړیواله سیالي د فبروري تر ۲۰ پورې پرانیستې ده.

په انټرنیت کې نور ورته مطالب

بي بي سي د پردېو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.