میانمار کې د نیول شویو خبریالانو حال
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

میانمار کې د نیول شویو خبریالانو حال

تېر دسمبر ميانمار کې د رويټرز دوه خبريالان، وا لون او جا سو، ونيول شول. دوی لا اوس هم زندان کې دي، او د ادعاوو له مخې د پټو حکومتي سندونو ترلاسه کولو له امله محاکمې ته په انتظار دي. دا روښانه شوې وه، چې دغو دواړو خبريالانو تېر کال د روهينجیا مسلمانانو پر وړاندې د تاوتريخوالي وحشي پېښو راپورونه ورکول.

خو له نيولو راهيسې يې دې پوښتنې په اړه ګونګسي خپاره شوي، چې دوی د څه په اړه پلټنه کوله. اوس رويټرز داسې څه خپاره کړي چې دوی باور کوي د نيولو ريښتينی لامل يې دی، او د هغې کيسې جزئيات یې ورسره سپړلي، چې دوی کار پرې کاوه، د ميانمار ختيځ يوه کلي کې د ټولوژنې په اړه يوه پراخه پلټنه.