د فېسبوک له لارې نشه پلورونکي نیول شوي

نشه د انځور حقوق Getty Images
Image caption پولیس وايي، ډېر نشه پلورونکي او کاروونکي ځوانان دي

د پاکستان کراچۍ ښار کې پولیس وايي، یوه درې کسیزه ډله یې نیولې، چې د فېسبوک او واټس اپ له لارې یې نشه يي مواد پلورل. پولیسو کلفټن سیمه کې له یوه ګاډي نشه یې مواد موندلي او په تړاو یې یوه ښځه او دوه نارینه نیولي دي.

د ځايي پولیسو یوه افسر توقیر محمد نعیم بي بي سي ته ویلي، د ډلې مشتریانو به د خواله رسنیو له لارې نشه يي مواد غوښتل او دوی به کلفټن او ډیفنس سیمو ته دغه توکي رسول.

د دغو سیمو ډېری اوسېدونکي شتمن اشرافیه دي.

پولیس وايي، دې کسانو به ډېر مهال مشتریانو ته د رسولو لپاره نشه یې توکي ښځو ته ورکول، چې په وینا یې تګ راتګ کې به د پولیسو له تالاشئ خوندي وې.

د انځور حقوق Getty Images

چارواکي وايي، هغه کسان چې د دغې ډلې کسانو نشه یې مواد ور رسول، محصلین دي. بل لور ته سیند ایالتي حکومت چارواکي وايي، د سیمې ښوونځیو کې د نشه يي موادو استعمال ډېر شوی دی او دوی یې د مخنیوي لپاره د طبي معایناتو نظام رامنځته کړی.

د صوبې اعلی وزیر د امر له مخې یوه کمېټه جوړه شوې، چې تعلیمي ادارو کې له ګډون کولو مخکې د محصلینو طبي معایناتو په تړاو قوانین جوړ کړي. د دغې کمېټې یوه غړي اقبال دراني بي بي سي ته وویل، دغه ډول معایناتو سره به لومړي سر کې د هغو کسانو مخه ونیول شي، چې پر نشه د روږدیتوب سره د پوهنې مرکزونو ته داخلیږي:

''د حکومت له دغو هڅو سره به یو ډول وېره پیدا شي او موږ به وکولای شو، لومړي سر کې یې مخه ونیسو. په دې تړاو باید یوه تګلاره ولرو او اوس پر همدې کار کوو. ''

د انځور حقوق Getty Images

بل لور ته د شخصي ښوونځیو ټولنې مشر شرف الزمان وايي، یوازې لس سلنه ښوونځیو په هکله داسې شکایتونه شته، چې ګواکې نشه یي مواد په کې کاروول کېږي او دغه ښوونځي په هغو سیمو کې دي، چې ډېری اوسېدونکي یې شتمن دي.

نوموړی وايي پاتې ۹۰ سلنه ښوونځي د متوسط عاید لرونکو خلکو د اوسېدو سیمو کې دي، چې دغه ډول شکایتونه په کې نه شته.

اړونده مطالب