ډیلي میل: ناټو هڅه کوي افغانستان له ترهګریزو بريدونو وساتي

ناټو د انځور حقوق Getty Images

ډيلي ميل: د ناټو د سرمنشي له خولې لیکي چې دغه سازمان افغانستان له دې ساتي چې د نړیوالو ترهګریزو بریدونو ځای وګرځي.

په وروستیو اوونیو کې په افغانستان کې بریدونه زیات شول او دا په داسې حال کې ده چې رپوټونه وايي د افغانستان ۷۰ سلنه برخه د طالبانو له ګواښونو سره مخ ده.

ناټو او د امریکا په مشرۍ ایتلاف چې برتانیا هم پکې وه لس کاله په افغانستان کې وجنګېدل او په ۲۰۱۴م کال کې یې د امنیت چارې د هېواد امنیتي ځواکونو ته وسپارلې.

ورځپاڼه لیکي، له هغه راهيسې چې ناټو افغان پوځيانو ته روزنه ورکوي د ناټو د سرمنشي په باور همدې افغانستان وژغوره چې د نړیوالو ترهګرو په پټنځای بدل نه شي.

خو ورځپاڼه د ناټو د سر منشي له خولې وايی چې په افغانستان کې زیاتې ستونزې لکه تاوتریخوالی، ناڅرګنده راتلوونکې او نورې شته خو ناټو وکولی شول چې له افغانستان سره مرسته وکړي چې بیا له دغه هیواده ترهګر بریدونه ونشي.

ښاغلی سټولتونبېرګ دا هم نه مني چې د افغانستان ۷۰ سلنه خاوره دې د طالبانو په کنترول کې وي او زیاتوي کله چې دوی پر پلازمېنې کابل برید کوي د دې

مانا دا نه ده چې دوی ښار کنټرولوي. دی زیاتوي چې طالبان پخپلو موخو کې بریالي نه شول چې کوم ولایت لاندې کړي.ورځپاڼه په پای کې لیکي، القاعده او داعش نه شي کولی په افغانسان کې په ښکاره فعالیت وکړي ځکه دوی د افغان امنیتي ځواکونو له خوا چې ناټو یې ملاتړ کوي، تر دوامدارو بریدونو لاندې دي.

د انځور حقوق Getty Images

گارډین :پاکستان له امریکا غوښتي چې له افغانستان سره د دیوال جوړولو لګښت ورکړي.ورځپاڼه د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار ناصر خان جنجوا له خولې لیکي چې له افغانستان سره پر ډيورېنډ کرښه د دوه زره کیلومتره اوږده دیوال جوړول به په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو سبب شي او د هېواد دننه به ترهګریز بریدونه کم شي.ښاغلي جنجوا له امریکايي ولسمشر ډونالد تړمپ نه غوښتي چې د دیوال جوړولو ټولې او یا د یوې هغې برخې لګښت ورکړي، چې په افغانستان پورې اړه لري.

د ورځپاڼې په لیکنه، د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ویلي دا پيسې چې په دیوال لګېږي او ۵۳۲میلیونه ډالر کېږي له هغو ۴۵ میلیارده ډالرو ډېرې کمې دي چې ا مریکا یې هر کال د افغانستان پر جګړه لګوي.

ګارډين لیکي چې پاکستان په پام کې لري له افغانستان سره د دیوال جوړولو چاره تر راتلونکي کاله بشپړه کړي. که څه هم افغان دولت په وار وار د پاکستان له دغه ګام سره مخالفت کړی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption که د طالبانو مشران افغانستان ته ورننوتي دي نو په دې اړه دې څرګند او جوت شواهد وړاندې شي.

ډان: دا ورځپاڼه په خپله یوه مقاله کې لیکي چې پاکستان باید د افغانستان په اړه بیا له سره فکر وکړي. د مقالې لیکوال د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ د اړیکو خړپړېدو ته په اشاره لیکي چې په دې برخه کې د افغانستان په اړه د پاکستان تګلاره خورا مهم ټکی دی.

په مقاله کې وړانديز شوی چې د اوسنیو ستونزو د پای ته رسولو لپاره باید اسلام اباد له واشنګټن او کابل سره څرګندې او سپينې خبرې پيل کړي. دا هیواد باید له افغان او امریکايي چارواکو سره د خبرو اترو خپل دریځ روښان کړي.

که د طالبانو مشران افغانستان ته ورننوتي دي نو په دې اړه دې څرګند او جوت شواهد وړاندې شي.

د ورځپاڼې په ګومان، له دې پرته هم باید پاکستاني چارواکي ثابته کړي چې طالبان د دوی له خاورې پر افغانستان بریدونه نه پلانوي. د ورځپاڼې په مقاله کې لیکوال له پاکستاني چارواکو د فعال سیاست غوښتنه کړې، ځکه د ده په نظر په تېرو څلوېښتو کلونو کې په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه دې هیواد ته په ګرانه بیه پرېوتې ده او اوس هم ځنډ نه دی شوی چې پاکستان له دې لاسوهنې لاس په سر شي.