د نړیوال امنیت په تړاو کلنۍ غونډه نن په مونیخ ښار کې پیلېږي

. د انځور حقوق AFP/getty

د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشران، وزیران، کارپوهان او سیاستوال په دې غونډه کې ګډون کوي او د امنیت په تړاو خپل نظرونه او اندېښنې سره شریکوي.

د سوریې کړکېچ، د ناټو د ټولنې وضعیت، له روسیې سره د اروپا اړېکي او له اروپا نه د برتانیا د وتلو په څېر مسلې به یې دا ځل د بحثونو په سر کې وي.

د نړیوال امنیت په تړاو تر ټولو لویه کلنۍ غونډه، د مونیخ امنیتي کنفرانس، نن پیلېږي.

د بي بي سي د د یپلوماتیکو او دفاعي چارو خبریال جناتن مارکس لیکي، د منیونیخ کنفرانس یوه مهمه نړیواله امنیتي جرګه ده چې د ۱۹۶۰مو کلونو راهیسې جوړېږي.

دا نه یوازې د مشرانو او سیاستوالو لپاره د هغو د نظرونو او لرلید د څرګندولو بلکه تر پردې شاته د مهمو ناستو لپاره هم یو فرصت دی چې پر نړیوالو سیاسي مسلو سره وغږېږي.

له هغه مهاله چې ډونلډ ټرمپ په امریکا کې واک ته ورسېد، له اروپا سره یې اړیکي د ډېرو اروپايي مشرانو لپاره د بحث موضوع ګرځېدلې ده.

د انځور حقوق Reuters

د ولسمشر ټرمپ څرګندونې لا هم د اروپا په سیاسي کړیو کې د اندېښنې سبب ګرځي.

امریکا د مونیخ امنیتي کنفرانس ته یو لوړ پوړی پلاوی استولی چې د دفاع وزیر جیمس ماتیس، دملي امنیت سلاکار مک ماستر او د کانګرس استازي پکې دي.

په داسې حال کې چې ناټو د روسیې له خوا له زیاتېدونکي ګواښ سره مخ دي، په دې سازمان کې د ننه هم حالت دومره ښه نه دی.

په سوریه کې کړکیچ د امریکا او ترکیې د ګډو ګټو اندېښنه را پورته کوي او په دې مسله به هم په مونیخ امنیتي کنفرانس کې خبرې کېږي.

بله موضوع له اروپايي ټولنې د برتانیا د وتلو مسله ده چې د ر اتلونکو دوه اړخیزو اړیکو په اړه یې پوښتنې را پورته کړې دي. همدغو پوښتنو ته باید د برتانیا لومړۍ وزیره په کنفرانس کې ځوابونه ورکړي.