'ښځې د سړي په جامه کې د ولور لپاره له دوو ښځو سره واده کړی'

کرشنا لومړۍ ناوې( منځ کې ناسته) ۲۰۱۴ کال کې ځان ته واده کړه د انځور حقوق .
Image caption کرشنا لومړۍ ناوې( منځ کې ناسته) ۲۰۱۴ کال کې ځان ته واده کړه

هندي پولیسو یوه ښځه په دې تور نیولې، چې ظاهري بڼه او چلند یې د نارینه و او د جهیز یا ولور لپاره یې دوو نورو ښځو سره واده کړی دی. جهیز د ولور هغه بڼه ده، چې هند کې د ناوې کورنۍ له لوري د نغدو، پېسو یا ډالیو په توګه د زوم کورنۍ ته ورکول کېږي.

د هند شمال اترکنډ ایالت پولیس وايي، دوی ګومان کوي، چې دغې ۲۶ کلنې ښځې چې مخکې سویټي نومېده او اوس په کرشنا مشهوره وه، ۲۰۱۴ کال کې لومړی واده کړی او له هغه راهیسې یې ظاهري بڼه د نارینه وو په څېر جوړه کړې وه.

یوه ځايي پولیس افسر جنمیجی کهندوري بي بي سي ته وویل:

''لومړي سر کې یې موږ په خبرو نه پوهېدو، نه پوهېدو چې کرشنا څه وايي، خو کله مو چې مو د هغې طبي معاینات وکړل معلومه شوه، چې کرشنا ښځه ده. ''

رپوټونو کې ویل شوي کرشنا ژر خپله لومړۍ ښځه پرېښوده او د ۲۰۱۷ کال اپریل کې یې له بلې ښځې سره واده وکړ.

د کرشنا مخکینۍ خسر ګنۍ پولیسو ته شکایت کې ویلي، چې کرشنا یې له لور سره بد چلند کاوه او له دوی یې د کاروبار پیلولو په پلمه اته سوه زره روپۍ پور کړې، چې تر اوسه یې نه دي ورکړې.

د کرشنا په اړه ویل کېږي، چې دواړو(ناویو) ته یې ښځه توب نه دی معلوم شوی، ځکه د هغوی مخکې یې کالي نه ایستل او د پولیسو په وینا له دواړو ښځو سره یې جنسي اړیکي نه درلودې.

د هغې ټول ملګري نارینه ول، د نارینه و تشناب به یې کاراوه او د خبرو پر مهال یې د غږ انداز هم بدل کړی و.

په هند کې لوی او جنجالي واده

د مېړه ډبولو لپاره ناوې ته د لرګي بېټ ډالۍ

پېغلې د وسلې په زور د واده له مراسمو زوم تښتولی

رپوټونو کې دا هم ویل شوي، چې سګریټ به یې څکول، شراب به یې څښل او د دې لپاره چې مشکوکه نه شي له نارینه ملګرو سره به پر موټر سایکل ګرځېده.

یوه بل پولیس افسر وویل:

''د سر ویښته یې د نارینه وو په څېر وو، کالي او ناسته پاسته یې ټوله د نارینه وو غوندې وو، ان پر لاره تګ یې پر ځان غاوره نارینه ته ورته و، چې له کبله یې هېچا پرې د ښځې ګومان نه کاوه . ''

د ولور بېلا بېل ډولونه د افغانستان په ګډون سیمه کې دود دي، خو د سویلي اسیا ډېرو سیمو کې د افغان دود برعکس د ناوې کورنۍ له لوري زوم ته ورکول کېږي.

اړونده مطالب