هندو ورځپاڼه: د ترهګرۍ ملاتړ په تړاو د پاکستان خوشبیني له وخته وړاندې ده

د انځور حقوق Getty Images

هندو ورځپاڼه لیکي چې د ترهګرو ډلو د ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې د پاکستان د نه شاملېدو په اړه د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف خوشبیني له وخته وړاندې ده. ورځپاڼه وايي په دې اړه اړونده نړیواله اداره په پټه بڼه خپل کار کوي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي چې ښايي نن وروستی راپور خپور شي.

دې ویلي پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې د ترهګرو د مالي ملاتړ د مخنیوي لپاره یې اړین ګامونه نه دي پورته کړي او یاده اداره به په دې برخه کې خپله پرېکړه ډیر ژر اعلان کړي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده او په اړه یې اندیښنه ښودلې ده. ډان زیاتوي دا دولت مسؤولیت دی چې ټول هغه نادولتي بنسټونه له منځه یوسي چې ترهګرۍ ، وسله والو او سخت دریځو ته ته یې غیږه خلاصه کړې ده .

ورځپاڼه وايي داسې نه شي کیدای چې ځینې هېوادونه لکه چین او روسیه دې تر پایه د هغو ترهګرو ډلو په فعالیت چوپه خوله پاتې شي چې د سیمې امنیت او ټیکاو ګواښي.

افغانستان فساد کې څلورم ځای خپل کړ

امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز په هېوادونو کې د اداري فساد په اړه د روڼتیا نړیوال سازمان د کالني رپوټ جزیات خپاره کړي او لیکي چې په دې برخه کې له هڅو سره ، سره بیا هم اداري فساد په نړۍ کې یوه لویه ستونزه ده.

په رپوټ کې غوښتنه شوې چې حکومتونه باید په دې برخه کې خپلې هڅې لا پراخې کړي.

په دې رپوټ کې په ۱۸۰ هېوادونو کې د اداري فساد ارزونه شوې ده.

افغانستان په دې ډله کې ۱۷۷ ځای لري.

سومالیا ، سویلي سوډان او سوریه هغه هېوادونه دي چې له افغانستان وروسته تر ټوله ډیر اداري فساد په کې دی.

خو د رپوټ له مخې نیوزیلنډ او ډنمارک په ترتیب سره په نړۍ کې هغه هېوادونه دي چې روڼتیا په کې ډیره او اداري فساد په کې کم دی.

په رپوټ کې دا یادونه هم شوې چې په هغو هېوادونو کې چې د اداري فساد کچه په کې پراخه ده خبریالان هم له ډېر ګواښ سره مخامخ دي.

په تېرو شپږو کالونو کې د هرو لسو وژل شويو خبریالانو له ډلې نهه یې په هغه هېواد کې وژل شوي چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې له ۴۵ کمې نمرې ترلاسه کړي دي.

دغه راز له هرو پنځو یو یي داسې خبریالان و چې د اداري فساد په اړه یې رپوټونه چمتو کړي و.

د هند د غنمو پنځمه جوپه چابهار ته رسېدلې

ایرانۍ ورځپاڼه فایننشل ټربیون لیکي چې له افغانستان سره د هند د غنمو د کېدونکي مرستې پنځمه جوپه چابهار بندر ته رسیدلې ده.

ورځپاڼې د چارواکو په حواله لیکلي چې تر اوسه درې زره کانټینره چابهار ته رسیدلي او ۲۴۰۰ کانټیره یې ا فغانستان ته استول شوي دي.

په پام کې ده هند له افغانستان سره ۱۳۰ زره مټریک ټنه غنم مرسته وکړي او دا ټول غنم د نوي جوړ شوي بندر چابهار له لارې افغانستان ته واستول شي.

افغانستان او هند د ټیکنالوجي همکاري پراخوي

هندۍ ورځپاڼه فایننشیل ایکسپرېس لیکي افغانستان او هند د ټکنالوژۍ او الکترونکي حکومتولۍ ، زده کړې او د ټاکنو په برخه کې له ټکنالوژۍ د ګټې اخیستلو په برخو کې همکاري پراخوي.

د ورځپاڼې له معلوماتو له مخې افغانستان د ټکنالوژۍ په کارولو سره د راتلونکو ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو د ترسره کولو لپاره دهند مرستې ته سترګې پر لار دی.

ورځپاڼه لیکي تر اوسه ۱۶۰۰۰ افغان محصلینو د ټکنالوژۍ په ګډون په بیلابیلو برخو کې په هند کې زده کړې کړي . په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي دغې ورځپاڼې ته ویلي افغانستان غواړي د الکټرونیکي حکومتولۍ په برخه کې د هند له تجربو ګټه پورته کړي چې وکولی شي له اداري فساد سره اغیزمنه مبارزه وکړي.

اړونده مطالب