د عکسونو البوم: برتانیا درنو واورو پوښلې

نن سبا برتانیا کې له روسیې راغلي ساړه بادونه چلېږي او درنې واورې شوې دي، خو ځینې بیا له دغه موسمه د خوند اخیستو هنر لري.

ویل کېږي روانه اونۍ به د سږ کال ژمي تر ټولو یخه اونۍ وي. د انځور حقوق PA
Image caption ویل کېږي روانه اونۍ به د سږ کال ژمي تر ټولو یخه اونۍ وي.
شپې مهال د حرارت درجه له صفره لاندې ولوېده، چې له کبله یې د (فیل فواره) په کنګل بدله شوه د انځور حقوق Getty Images
Image caption شپې مهال د حرارت درجه له صفره لاندې ولوېده، چې له کبله یې د (فیل فواره) په کنګل بدله شوه
سلګونه ښوونځي تړل شوي دي او زده کونکو ته یوه ورځ رخصت ورکړل شوی دی. د انځور حقوق PA
Image caption سلګونه ښوونځي تړل شوي دي او زده کونکو ته یوه ورځ رخصت ورکړل شوی دی.
د روچسټر کلا تر څنګ یو شمېر کسانو واورو کې له لوبو خوند اخلي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روچسټر کلا تر څنګ یو شمېر کسانو واورو کې له لوبو خوند اخلي.
د چیسټر په نامه ژوبڼ د حیواناتو ښېګړې لپاره تړل شوی دی او د ډینبې دال سیمې دغه غواوې ښکاري چې د یخنۍ له کبله ترهېدلې دي د انځور حقوق AFP
Image caption د چیسټر په نامه ژوبڼ د حیواناتو ښېګړې لپاره تړل شوی دی او د ډینبې دال سیمې دغه غواوې ښکاري چې د یخنۍ له کبله ترهېدلې دي
واوره د انځور حقوق PA
د سلګونو اورګاډو تګ راتګ هم لغو شوی او مساپر یې له ستونزو سره مخامخ شوي د انځور حقوق PA
Image caption د سلګونو اورګاډو تګ راتګ هم لغو شوی او مساپر یې له ستونزو سره مخامخ شوي
د هېواد ځینو برخو کې د سخت موسم له کبله خبرداری هم ورکړل شوی د انځور حقوق Sue Pinney
Image caption د هېواد ځینو برخو کې د سخت موسم له کبله د ژوند او یا جایداد خطر خبرداری هم ورکړل شوی
د ژړ رنګ لږ یا ټیټې درجې خطر خبرداری د هېواد ډېرو برخو کې ورکړل شوی دی. د انځور حقوق PA
Image caption د ژړ رنګ لږ یا ټیټې درجې خطر خبرداری د هېواد ډېرو برخو کې ورکړل شوی دی.
د لندن له ملینیم پله نه لاروي داسې حال کې تېرېږي، چې واوره پرې اوري. د انځور حقوق PA
Image caption د لندن له ملینیم پله نه لاروي داسې حال کې تېرېږي، چې واوره پرې اوري.
د لندن ګرین پارک تر واورو لاندې د انځور حقوق EPA
Image caption د لندن ګرین پارک تر واورو لاندې

د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي

اړونده مطالب