د سپینې ماڼۍ د اړیکو مشره له کاره لاس په سر شوه

هوپ هېكس د انځور حقوق REUTERS
Image caption هېکس مخکېنۍ ماډله وه، چې د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین د ویاندې ‍په توګه یې هم کار کړی.

د سپینې ماڼۍ د اړیکو مشرې هوپ هېکس،‌ چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نژدې مرستیاله هم وه، له خپلې دندې د استعفا اعلان کړی.

۲۹ کلنې هېکس له څو کلونو راهیسې له ټرمپ سره کار کړی او د هغه د ټاکنیز کمپاین ویانده پاتې شوې.

رپوټونه وايي، هغې خپلو ملګرو ته ویلي،‌ باوري ده چې سپینه ماڼۍ کې یې تر خپله وسه خپل کار په سمه توګه کړی.

هېکس سپینه ماڼۍ کې څلورم کس دی چې د اړیکو مدیریت ته ټاکل شوې وه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سانډرز ویلي، تر اوسه معلومه نه ده چې اغلې هېکس به د امریکا اداره کې کله په بشپړ ډول دنده پرېږدي.

دا وايي، د هېکس استعفا د تېرې سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې د استخباراتو جرګه ګۍ پروړاندې له ګواهي ورکولو سره هېڅ تړاو نه لري.

که اتومي برید وشي، ټرمپ به چېرې پټېږي؟

ولې ټرمپ افریقایانو ته سپکاوی وکړ؟

ډونلډ ټرمپ: زه توکمپال نه یم

رپوټونه وايي، هېکس دغې جرګه ګۍ ته د ټرمپ په استازولۍ د "بې ضرره دروغو" ویلو ته اړایستل شوې.

خو ټینګار یې دا و چې د امریکا تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په تړاو اوسنیو څېړنو ته یې هېڅ دروغ نه دي ویلي.

هېکس مخکېنۍ ماډله وه، چې د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین د ویاندې په توګه یې هم کار کړی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption رپوټونه وايي، هېکس دغې جرګه ګۍ ته د ټرمپ په استازولۍ د "بې ضرره دروغو" ویلو ته اړایستل شوې.

هغه په تېره اګسټ میاشت کې د انتوني اسکاراموچي تر لیرې کېدا وروسته ډېره ژر د سپینې ماڼۍ د اړیکو مشره وټاکل شوه.

وړاندې د س‍پینې ماڼۍ د اړیکو مشري شان سپایسر او مایک دوبکه هم کړې وه.‌

ټرمپ په یوه خبرپاڼه کې ویلي:‌ "هوپ پخپل کار کې ممتازه مدیره ده او په تېرو درو کلونو کې یې کار عالي و.‌ ډېره هوښیاره او ځیرکه مشره وه".

د انځور حقوق MARK WALLHEISER

"ځای یې زما ترڅنګ تش دی، خو کله یې چې ما ته وویل غواړي خپلې نورې چارې مخته بوځي،‌ ما هم کاملاً درک کړه.‌ ډاډه یم چې راتلونکې کې به بیا له ما سره کار کوي."

هوپ هېکس څوک ده؟

د انځور حقوق EPA
  • ګرینویچ،‌ کنیکټیکټ‌ کې لویه شوې.‌ ښوونځي او کالج کې ذهینه زده کوونکې وه
  • د عمر لومړیو کې یې ماډلینګ کړی
  • وړاندې یې د عامه اړیکو یوه شرکت کې کار کړی چې د ایوانکا ټرمپ د فېشن کاروبار او د ټرمپ سازمان ملکیتي چارې یې مخته وړلې
  • په ۲۰۱۴ کې د ټرمپ له سازمان سره یوځای شوه او ټرمپ خپل ټاکنیز کمپاین کې وګومارله،‌ خو هغه وخت یې سیاسي تجربه کمه وه
  • د ټرمپ له خوا "هوپسټر" تخلص ورته غوره شو او د ټرمپ تر ټولو ډېره باوري او نژدې مرستیاله وه

ورته مطالب