پنجاب کې د یوه کلي ۳۵ اوسېدونکي په اېډز اخته شوي

Image caption د رپوټونو له مخې، طبي ډلې د سیمې د کابو ۲۷۰۰ اوسېدونکو د وینې بېلګې د ازموینې لپاره لاهور ښار ته ولېږلې.

د پاکستان د پنجاب ایالت په سرګودا سیمه کې د یوه کلي ۳۵ تنه اوسېدونکي په اېډز ناروغۍ اخته شوې دي.

دا خبر وروسته له هغه را مخې ته شو چې یو شمېر ځایي خلکو په خپله سیمه کې د یوې مرموزې ناروغۍ په اړه حکومتي چارواکو ته خبر ورکړ.

تر دې وروسته د پنجاب ایالت د اېډز د مخنیوي ادارې د پلټنو لپاره سیمې ته یو پلاوی ور ولېږه.

د رپوټونو له مخې، طبي ډلې د سیمې د کابو ۲۷۰۰ اوسېدونکو د وینې بېلګې د ازموینې لپاره لاهور ښار ته ولېږلې.

له پایلو یې جوته شوه چې په دوی کې ۳۵ تنه په اېډز ناروغۍ اخته وو.

خو پوښتنه دا ده چې په دومره لوی شمېر خلکو کې پر یو وخت دا ناروغي څرنګه خوره شوه.

د کوټ عمرانه کلي یو مشر بي بي سي ته ویلي، څو کاله وړاندې د دوی په کلي کې یو ډم یا نایي و.

دې ډم به وخت نا وخت کلیوالو ته د ناروغۍ پر وخت ستنې هم وهلې. خو ویل کېږي چې نوموړي هماغه یوه ستنه درلوده او پر هر ناروغ یې کاروله.

د کلي مشر وایي، دغه ډم کابو دوه نیم کاله وړاندې ومړ، او داسې ګڼل کېږي چې د مړینې لامل یې د اېډز ناروغي وه.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سرګودا ضلعې د کوټ عمرانه په نامه د دې کلي د اوسېدونکو شمېر د ۳۰۰۰ او ۴۰۰۰ ترمنځ دی.

اوس طبي کارکوونکي په دې باور دي چې ښایي د هماغه ډم ناولې ستنه د دې لامل ګرځېدلي وي چې دومره لوی خلک په اېډز ناروغۍ اخته شي.

د سرګودا ضلعې روغتیایي چارواکي وایي، داسې اندېښنه هم شته چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر شي.

د پنجاب ایالت د عامې روغتیا وزیر هم ورته اندېښنه څرګنده کړې ده. یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي، په سیمه کې د خلکو د طبي معاینې او راجستر کولو لپاره یو کمپ لګول شوی.

نوموړی زیاتوي، هغه کسان چې په اېډز ناروغۍ اخته وي، د حکومت لخوا به یې درملنه پيلېږي.

د سرګودا ضلعې د کوټ عمرانه په نامه د دې کلي د اوسېدونکو شمېر د ۳۰۰۰ او ۴۰۰۰ ترمنځ دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب