مودي: باید مسلمان ځوانان یوه لاس کې قران کریم او بل کې کمپیوټر ولري

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي مودي دغه څرګندونې هند کې د 'اسلامي میراث، د پوهې او اعتدال ډېرېدل' تر نامه لاندې غونډې ته له وینا وروسته کړې دي.

د هند لومړی وزیر نرېندر مودي وايي، د مسلمانو ځوانانو د پرمختګ لپاره به له هېڅ ډول هلو ځلو ځان ونه سپموي او په وینا یې له مسلمانو ځوانانو یې غوښتنه دا ده چې یوه لاس کې قرآن کریم او بل کې کمپیوټر ولري.

نوموړي یوه ټویټر پیغام کې لیکلي: ''اسلامي کلتور په هند کې مخ پر ودې دی او د صوفي ازم اغیز د مینې، ورورولۍ او سولې پیغام خپروي. ''

ښاغلي مودي دغه څرګندونې هند کې د 'اسلامي میراث، د پوهې او اعتدال ډېرېدل ' په نوم غونډې ته له وینا وروسته کړې دي.

د ښاغلي مودي په وینا مذهب بشري ارزښتونو ته درناوی کوي او په وینا یې:

''له همدې کبله باید زموږ ځوانان د اسلام د بشري ښېګړې اړخونو ته ژمن اوسي او باید عصري تکنالوجي وکارولی شي. ''

د انځور حقوق AFP
Image caption د ښاغلي مودي پر سخت دریځو سیاسي ملاتړو تور پورې کېږي، چې د مسلمانانو خلاف کرکه خپروي

ښاغلي مودي او ګوند یې 'بي جي پي ' په ۲۰۱۴ کال کې د هند پارلماني ټاکنو پر مهال ژمنې وکړې، چې د هندي مسلمانانو د حقونو خوندیتوب لپاره به کار کوي او مسلمانان به د هند د پرمختګ چارو کې ونډه ولري.

نوموړي له سي این این ټلویزیون سره یوه مرکه کې دالقاعده له لوري د یوې خپرې شوې ویډیو ځواب کې، چې پکې ویل شوي وو، له هندي مسلمانانو سره ظلم کېږي، ویلي و:

''د القاعده دغه ګومان سم نه دی، چې د هند مسلمانان به د دوی په اشارو چلند کوي، بلکې رښتیا دا دي، چې د هند مسلمانان پر خپل هېواد میین دي، د دغه هېواد لپاره ژوند کوي او پر دغه هېواد سر ورکوي. ''

پر یوه کميس لیکل شوی بشپړ قرآن کریم

هند کې هېرې شوې پښتنې "شین خالۍ"

خو له دې هر څه سره د ښاغلي مودي پر حکومت نیوکې هم شوې، چې ګواکې د مسلمانانو په خوندیتوب کې پاتې راغلی او د ژمنو برعکس یې په هندي ټولنه کې نه زغم ډېر شوی دی.

ځینې شنونکي په دې اند دي، چې د لومړي وزیر نریندر مودي د بي جي پي ګوند سخت دریځي ملاتړي د مسلمانو لږکیو خلاف کرکه خپروي.

اعتراض کوونکي هند کې پر مسلمانانو او دلتانو د وروستیو بریدونو یادونه کوي، چې د غوا غوښې خوړلو په تور پر ځینو مسلمانانو خونړي بریدونه شوي.

د انځور حقوق DIVYA ARYA
Image caption هند کې مسلمانان تر ټولو لویه لږکۍ بلل کېږي او حکومت یې نفوس د ۱۲ او ۱۴ سلنې تر منځ بولي

تېر کال په هند کې پر مسلمانانو او دلتانو د بریدونو لړ کې د دغه هېواد د وسلوالو ځواکونو متقاعدو پوځیانو لومړي وزیر نرېندر مودي ته یو لیک استولی و.

پخوانیو پوځیانو لیکلي وو:

"اوس چې زموږ په هېواد کې څه روان دي، وسله وال پوځ او اساسي قانون ته ګوزار ور کوي، د هندوګرۍ د پاسوالۍ لپاره د خپل سرو ساتونکو بریدونه ډېرېږي".

"دا بریدونه زموږ په ټولنه کې د هیلې خلاف کېږي او لیدل کېږي، موږ پر مسلمانانو او دلتانو دا بریدونه غندو".

د دوی په خبره، دا ډول پېښې د هند خلک سره وېشي او د ملي یووالي په زیان دي.

اړونده مطالب