د افغانستان او د پښتونخو تودو سيمو کې له وړاندې د پسرلي وږمې چلېږي، او ډېرو ځايونو کې کرندونګرو هم د کرکيلي او نيالو چارو ته مخه کړې ده.
په خوست كې هم د زرغون خوست تر نامه لاندې يوه درې ورځنۍ مېله پيل شوې، چې د بېلابېلو سيمو ولسونه يې په کې په اتڼونو د پسرلي موسم کې د خپلې خاورې او سيمې زرغونولو تابيا کړې.