امریکايي زده کوونکي ولې خپل مور او پلار ووژل؟

جیمز اریک دیوریس د پولیسو له سترګو ځان تری تم کړی د انځور حقوق City of Mt Pleasant
Image caption جیمز اریک دیوریس د پولیسو له سترګو ځان تری تم کړی

رپوټونه وايي، د امریکا شمالي میشیګان ایالت پولس د هغه ۱۹ کلن محصل په لټه کې دي، چې له لیلیې نه یې مور او پلار کور ته د هغه د بېولو لپاره ورغلي وو، خو ده په ډزو ووژل.

جیمزاریک هغه ۱۹ کلن ځوان دی چې د جمعې پر ورځ د ''مارچ پر۲مه'' خپل مور او پلار د دې لپاره چې هغه یې له لیلیې کورته وړه، په ډزو سره ووژل.

د راپورونو له مخې، جیمزاریک ، یوازې یوه ورځ وروسته له هغه چې له نشه یي توکو ګټې اخیستو له امله روغتون ته تللی و، مور او پلار یې د پسرلي د رخصتیو له لپاره پوهنتون ته ورغلي ول تر څو خپل زوی کورته بوزي خو د پوهنتون په لیلیه کې یې په هغوی ډزې وکړې.

د ځايي ټلویزیون وي ای اېل اېکس د راپور له مخې، جیمز خپل ''۴۸ کلن پلار ډیویس'' او ''۴۷ کلنه مور دیوا ډیویس'' وژلي دي.

امریکايي ښوونځي کې په ډزو ۱۷ کسان وژل شوي

واشنګټن: په ډزو د وژل شويو زده کوونکو کورنۍ لاریون کوي

د میشیګان د پولیسو د راپور له مخې دواړه د میشیګان پوهنتون د کمپل لیلیې په څلورم پوړ کې ووژل شول.

د میشیګان مرکزي پوهنتون ۲۰ زره زده کوونکي لري، او د دغو ډزو له امله د ساعتونو لپاره د دغه پوهنتون وضعیت کړکیچن و، او د پوهنتون ځینې برخې اوس هم د پولیس تر محاصرې لاندې دي.

تر اوسه د میشیګان پولیسو د وژل شویو کسان د هویت او دا چې د بریدګر مور او پلار ول نه دی تایید کړی خو وایي د پېښي قربانیان د زدکوونکي او د پوهنتون د کارکوونکو له ډلې نه ول.

د انځور حقوق CBS

همداراز د جیمز اریک د وسلې درلودلو له امله پولیسو د سیمې اوسېدونکو ته ویلي چې په کلکله دې ځان ته پاملرنه وکړي.

د میشیګان پوهنتون هم د دوو کسانو مړینه تایید کړې ده. دغه پوهنتون هم د امریکا د نورو پوهنتونو په شان د وسلې وړلو اجازه نه لري.

د پوهنتون کامرو ثبت کړی فلم ښيي چې له ډزو وروسته هغه د لیلیې څخه وتلی او د پټلۍ خوا ته تللی دی.

د پوهنتون شاخوا اوس هم د پولیسو د څیړنو لپاره تړلې ده.

د انځور حقوق CBS
Image caption پولیسو د ډزو پرمهال د دوو کسانو د وژل کېدو رپوټ تایید کړی

ورته مطالب