"نوي مجرب امریکايي روزونکي افغان سرتېري په نوي ډول روزي"

ر د انځور حقوق Reuters

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې خپلې نننۍ گڼې کې خپاره کړي يوۀ مطلب کې ليکلي، امريکايي روزونکي افغان ځواکونو ته نوي ډول روزنه ورکوي.

د ورځپاڼې په وينا د مجربو روزونکو يوه ډله په دې وروستيو ورځو کې په دې موخه افغانستان ته رسېدلې چې افغان ځواکونه په نوي ډول وروزي او وهڅوي.

دغه روزونکي افغانستان کې د جگړې گڼې تجربې لري او تر يوه بريده په پښتو او يا دري خبرې هم کوي.

د ورځپاڼې په وينا امريکايي چارواکي هيلمن دي چې افغانستان ته د دغه راز سلگونو روزونکو له استونې سره به د جگړې انډول د افغان حکومت په گټه واړوي، خو د چارو څارونکي بيا په دې باور دي چې دغه راز اقدام ښايي ډېر زيات گټور نه وي.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز ورځپاڼې همداراز د روسيې او امريکا ترمنځ شته ترينگلتيا ته کتنه کړې او ليکلي يې دي، روسيه اوس امريکا په دوو مورچلو کې گواښي.

روسيې د نوي ډول اټومي وسلو زيرمې جوړې کړي او بل سايبري بريدونه.

ورځپاڼه د ولسمشر پوتين هغو څرگندونو ته اشاره کړې چې ويلي یې دي، هېواد يې داسې نوې اټومي وسلې جوړې کړې چې د امريکا دفاعي توغنديز سيستم يې نه شي پېژندلى.

ورځپاڼه وايي د روسيې له لوري د سايبري بريدونو او وسيلو په تړاو هم خبري کېږي او امريکايان اوس په خپلو ولسمشريزو ټاکنو کې د روسيې لاسوهنه گواښ بولي.

د امريکا د ملي امنيت ادارې يوۀ چارواکي ورځپاڼې ته ويلي دغو گواښونو سره مبارزې لپاره د ځينو لارو چارو وړانديز شوى او که ولسمشر ټرمپ يې ومنې پلې به شي.

د انځور حقوق .

نيويارک ټايمز د پاکستان مشرانو جرگې د غړې په توگه د لومړنۍ هندوې ټاکل کېدل مهم بللي دي.

ورځپاڼه وايي دې ته په پام سره چې په دغه هېواد کې ډېرى مسلمانان دي او مذهبي لږکي له کړاو سره مخامخ دي په تېره هندوان، نو دا يوه خورا مهمه شېبه ده.

کرشنا کوماري ٣٩ کاله عمر لري او د پاکستان د پيپلز گوند غړې ده.

ورځپاڼه وايي هندوانو وړاندې هم د پاکستان پارلمان ته لار موندلې خو هغه ټول نارينه و.

ورځپاڼې د کرشنا کومارې څرگندونې راخيستې چې وايي "دا داسې ده لکه په تاريخ کې چې موږ په لومړي ځل له يوه خوړه پورته کړل شوي يو او موږ ته د انسانانو په سترگه کتل شوي."