پر مسلمانانو له بریدونو وروسته سریلانکا کې بېړنی حالت اعلان شوی

سریلانکا د انځور حقوق .

سریلانکا کابینې د ځايي مسلمانانو پر کاروبارونو او جوماتونو د بریدونو له ډېرېدو وروسته بېړنی حالت اعلان کړی دی.

تېرو څو ورځو کې د مسلمانانو پر څلورو جوماتونو او یو شمېر کاروباري مرکزونو بریدونه شوي دي او د یوه سوځل شوي مسلمان سړي د مړي له موندل کېدو وروسته د مذهبي تاوتریخوالي ډېرېدو اندېښنې راپورته شوي دي.

کندي نومي ښار کې چارواکو پر تګ راتګ هم بندیز لګولی دی.

د دغه ښار ډېری اوسېدونکي سنهالي توکمه بودایان دی، چې د ځینې مسلمانو اوسېدونکو پر کاروبارونو او جوماتونو پکې بریدونه شوي دي.

دغه ښار کې نن سې شنبه د یوه سوځل شوي مسلمان نارینه مړی هم موندل شوی، چې ورسره د مسلمانانو او بودایانو تر منځ د مذهبي تاو تریخوالي اندېښنه ډېره شوې ده.

سریلانکا کې د مسلمانانو او بودایانو تر منځ تاوتریخوالی

سریلانکا کې ګڼ خلک د ځمک ښویېدنې له کبله بې درکه شوي

پر مسلمانانو بریدونه تېره اونۍ له هغه وروسته پیل شول، چې د یوه بودايي سړي مړی وموندل شو او داسې ګنګوسې خپرې شوې، چې ګواکې مسلمانانو له وهلو ټکولو وروسته وژلی دی.

پولیسو دغه ښار کې پر تګ راتګ بندیز لګولی او هیله مند دي، چې دې سره به د سنهالي بودایانو ډلو مخه ونیسي، چې ډانګونه په لاس ګرځي.

نن سې شنبه د لږ وخت لپاره دغه بندیز کې نرمښت راوستل شو، خو د یوه سوځل شوي مسلمان سړي د مړي له موندل کېدو وروسته یې سملاسي بېرته بندیز پلي کړي.

د بیړنیز حالت له اعلان سره چارواکي کولای شي مشکوک کسان تر ډېره مهاله بندي وساتي او امنیتي ځواکونه په کړکېچ ځپلو سیمو کې ځای پر ځای کړي.

حکومت دغه راز ویلي، خواله رسنیو کې به هم د (کرکې خپرولو او تشدد لمسون) مخه ونیسي.

چارواکو بي بي سي ته ویلي، تېرو څو ورځو کې په دیګانا و تلدینیا ښارونو کې پر څلورو جوماتونو، ۳۷ کورونو، ۴۶ پلورنځیو او ۳۵ ګاډو بریدونه شوي دي.

له ۲۰۱۲ کال راهیسې سریلانکا کې د مسلمانانو او بودایانو تر منځ له هغه وروسته تاوتریخوالی ډېر شو، چې سخت دریځو بودایانو د مسلمانانو خلاف سخت دریځ غوره کړ.

د انځور حقوق .

اووه کاله وروسته سریلانکا حکومت بېړنی حالت اعلانوي. سریلانکا له دې مخکې نژدې درې لسیزې له (تامل پړانګان) نومي وسله والو یاغیانو سره په کورنۍ جګړه کې وه او پکې بېړنی حالت اعلان شوی و.

اړونده مطالب

ورته مطالب