پر شهزاد محمدي بندیز لګېدلی او افسر ځاځی لوبډلې ته ځي

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption افسر ځاځی به د لوبډلمشر اصغر ستانکزي پر ځای د نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالیو کې لوبه وکړي

د افغانستان د ملي لوبډلې پر ویکټ ساتونکي او د پیل توپ وهونکي شهزاد محمدي باندې د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا 'لنډمهالی ' بندیز لګېدلی او افسر ځاځی به په راتلونکو لوبو کې د لوبډلمشر اصغر ستانکزي پر ځای لوبه وکړي.

ښاغلی محمدي به د کرېکټ شورا د بندیز له امله د نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالیو په راتلونکو دوو لوبو کې چې د هانګ کانګ او نیپال پر وړاندې ترسره کیږي، ونه لوبیږي.

شهزاد محمدي د زمبابوې پر وړاندې په وروسته لوبه کې چې روانه اونۍ وشوه، د یادې شورا له قوانینو سره په ټکر کې له اوټ کېدو وروسته ناخوښي ښودلې وه او بیټ یې پر ځمکه ویشتلی و، چې په پایله کې شهزاد ته یو منفي نومره (پواینټ) ورکړل شوه.

* "د افغانستان کرېکټ به زما د نسل د سپورټ تر ټولو ستره کیسه وي"

* کرېکټ: سکاټلنډ له افغانستانه په اوو وېکټو وګټله

* شهزاد محمدي راتلونکې جنورۍ کې لوبې ته ستنېږي

د افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ښاغلي محمدي ته تر دې وړاندې هم په نورو لوبو کې پر اوټېدو د مرورتیا ښودلو له امله ۳ منفي نومرې ور کړل شوې وې چې له امله یې پر نوموړي راتلونکو لوبو کې د ګډون بندیز ولګېد.

د انځور حقوق Acb
Image caption پر شهزاد محمدي تر دې وړاندې هم د کرېکت نړیوالې شورا له خوا د ناقانونه درملو د کارونې له امله یو کلن بندیز لګېدلی و

شهزاد محمدي د افغان ملي لوبډلې ډېر منډه جوړونکی او خوځنده لوبغاړی دی چې نه شتون به یې پر لوبډله ښه اغېز نه وکړي.

پر محمد شهزاد محمدي تر دې وړاندې هم د کرېکت د نړیوالې شورا له خوا د ناقانونه درملو د کارولو له امله یو کلن بندیز لګېدلی و.

نوموړی د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ بیا د ۲۰۱۸ کال تر جنورۍ له کرېکټ لوبو بند شوی و.

د دې ترڅنګ د افغانستان کرېکټ بورډ اداره وايي، د کرېکټ نړیوال جام د غوراوي پړاو په روانو سیالیو کې به د لوبډلمشر اصغر ستانکري پر ځای افسر ځاځی له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.

افسر ځاځی د افغان لوبډلې د توپوهنې د برخې تکړه لوبغاړی دی خو تر څنګ یې په ویکټ ساتنه کې هم ښه وړتیا لري.

د کرېکټ ماهران وايي، ښاغلی ځاځی به په راتلونکو لوبو کې تر یو ځایه د شهزاد محمدي تشه ډکه کړای شي.

د یادونې ده، لوبډلمشراصغر ستانکزی د یادو سیالیو تر پیل وړاندې د اپنډیکس عملیات کړي وو چې له امله یې هغه ونه شو کړای له خپلې لوبډلې سره لوبه وکړي.

د نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالیو په تېرو لوبو کې د اصغر ستانکزي د نه شتون له امله د افغان لوبډلې لوبډلمشري له راشد خان ارمان سره وه.

د انځور حقوق Acb
Image caption افسر ځاځی د ښې توپوهنې پر وړتیا سربېره ښه ویکټ ساتونکی دی.

ورته مطالب