د خواجه اصف پر مخ ولې تور رنګ وشیندل شو؟

پاکستانۍ ډان ورځپاڼه

خواجه اصف د انځور حقوق DAWN
Image caption د خواجه اصف د خبرو پرمهال د هغه پر مخ تور رنګ ورویشتل شوی

ډان ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه آصف پر مخ او سر د تور رنګ د شیندلو په یو مطلب خپور کړی. په دغې پېښه کې د هغه نیم مخ تور کړل شو.

په رپوټ کې ویل شوي نوموړي په سیالکوټ کې د خپل ګوند مسلم لیګ ن غړو ته وینا کوله چې یوه کس یې پرمخ او سر تور رنګ وشینده. ورځپاڼه وايي خواجه ددغه کس د خوشې کولو سپارښتنه کړې او زیاته یې کړې یې ده چې له دغه کس سره دښمني نه لري.

اینډیپڼډینټ ورځپاڼه

برتانوۍ ورځپاڼه اینډیپنډینټ لیکي، شونې ده چې بریتانیا په لندن کې د روسي جاسوس سرچې سکریپال په زهرو د وژلو د هڅې قضیه له ناټو سازمان د غړو هېوادونو په کچه شریکه کړي.

ورځپاڼې دغه راز لیکلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې ښايي په روسیه کې مېشتو یهودانو یا نورو لږکیو د امریکا د تېر کال ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه کړې وي.

ورځپاڼه لیکي له اې بي سي سره مرکه کې د ښاغلي پوتین له دغو څرګندونو وروسته یې په امریکا او برتانیا کې د یهودانو له مشرانو د غبرګون او تبصرې غوښتنه کړې خو تر دې دمه یې ځواب نه دی تر لاسه کړی.

طالبان د انځور حقوق Getty Images

هندۍ ورځپاڼه اکانومیک ټایمز د مرکزي اسیا په چارو کې د لوړپوړې امریکايۍ ډيپلوماتې الیس ویلز هغه خبر را اخیستې چې وايي ترهغه چې طالبان له افغان دولت سره د روغې جوړې لپاره خبرو ته کښېنني امریکا ورسره خبرې نه کوي.

نوموړي د طالبانو له ډلې سره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وړاندیز ستاینه کړې ده. دې ویلي دا وړاندیز د سولې لپاره یوه مهمه اډانه ده او نړیواله ټولنه یې باید ملاتړ وکړي.

نوموړې وايي اوس نو د طالبانو وار دی چې دغه وړاندیز ته څه ډول ځواب وايي، هغې د دغه وړاندیز د عملي کولو لپاره د امریکا د مرستې او ملاتړ ټټر وهلی.

ډيپلومات مجله

ډيپلومات مجلې په یوه تحلیلي مطلب کې په پاکستان کې د ترهګرۍ د مخنیوي په هڅو کې د دغه هېواد د قضايي ارګان رول ته د شک په سترګه کتل شوي دي.

دا مجله زیاتوي وروسته له هغه چې د ترهګرو د ملاتړ په نوملړ کې د پاکستان د شاملولو خبره مخې ته راغله د پاکستان یوې محکمې پرېکړه وکړه چې حکومت حق نه لري د جماعة الدعوة مشر حافظ سعید ونیسي.

پاکستان حافظ سعید خوشی کوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حافظ سعید د جماعت الدعوه ډلې مشر دی، چې ملګري ملتونه، امریکا او هند يې په رسمي توګه ترهګره ډله بولي.

حافظ په هند کې د ترهګریزو بریدونو په تنظیمولو تورن دی.

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره پر یوې نوې کړنلارې غور کوي چې له مخې به یې د نشه یي توکو کاروباریانو ته د مرګ یا اعدام سزا اورول کیږي.

ورځپاڼه زیاتوي په دې برخه کې باخبرو سرچینو ورته ویلي چې دا ګام د دې نښه ده چې سپينه ماڼۍ غواړي په دغه هېواد کې د نشه یي توکو د کاروبار د کړکیچ په وړاندې پياوړی او کوټلی ګام پورته کړي.

یوازې تېرکال په امریکا کې د نشه یي توکو د کارولو له امله نږدې څلور شپيته زره کسان مړه شوي دي.

تېره اونۍ هم د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې ولسمشر ټرمپ د نشه یې توکو کاروباریانو ته د دا ډول یوې سزا ورکولو اشاره کړې وه.

ورځپاڼې پخپله الکترونیکي ګڼه کې ویلي، اړونده سرچینو ورته ویلي چې د عدلیې وزارت او د کورنیو کړنلارو شورا پر دغه وړاندیز غور کوي او شونې ده چې په څو اونیو کې ددغو بحثونو پایله په ډاګه شي.

ورته مطالب