رواندا د پلازمینې کیګالي په جوماتونو کې په لاوډسپیکرو بندیز لګولی

Kimironko mosque د انځور حقوق AFP
Image caption د رواندا هېواد پلازمینه کېګالي کې په جوماتونو کې په لاوډسپیکر بندیز لګېدلی

رواندا د پلازمینې کیګالي په جوماتونو کې په لاوډسپیکرو بندیز لګولی.

دوی وایي د ورځې پنځه وخته اذان د پلازمېنې په ځینو سیمو کې خلک "ځوروي". په ځانګړي ډول د نیاروجینجي سیمه کې چې تر ټولو لوی جوماتونه لري.

خو د مسلمانانو د ټولنې چارواکو دا پرېکړه غندلې، دوی ویلي چې د لاوډسپیکرو غږ به ټیټ کړي.

تېره میاشت شاوخوا ۷۰۰ کلیساوې د ودانیزو چارو، لوړ غږ او ککړتیا له کبله وتړل شوې.

د رواندا ډېری اوسېدونکي مسیحیان دي. مسلمانان یوازې ۵ سلنه جوړوي.

حکومت وایي چې مسلمانانو له دغه بندیز سره همغږي ښودلې.

د نیاروجیني سیمې ځايي چارواکي هاوګوزیګا چارلس ویلي "دوی اوس غږ بند کړی، او دې پر لمونځ کوونکو اغېز نه دی کړی، دوی په خپل وخت لمانځه ته راځي."

دا هېواد نه یوازې جوماتونه بلکې کلیساوې هم بندوي، او غواړي هر څه له قوانینو سره سم کړي.

ډېری بند شوي مذهبي عبادتځایونه کلیساوې دي، خو تر اوسه یو جومات هم بند شوی.

لامل یې دا ښودل شوی چې ځینې پادریان او تبیلغ کوونکي خلکو ته بې لارې ویناوې کوي.

خو ځینو تبلیغیانو بیا په حکومت تور لګولی چې غواړي د دوی غږ خپ کړي او په دغه هېواد کې د وینا د آزادۍ مخې ډب کولو هڅې کوي.

ورته مطالب