ازبک چارواکي: پولیس دې د ونو تر شا نه پټېږي

ازبک پولیس د انځور حقوق AFP
Image caption ازبک پولیسو ته به نوی یونیفورم ورکړل شي

د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې په ترانسپورتي پولیسو بندیز لګیدلی چې د پلټنو پر مهال باید د ونو تر شا پټ نشي.

د تاشکند د پولیسو ریاست د مارچ په ۱۲مه په یوه فرمان کې ویلي، غواړي د هېواد د ټرانسپورټ برخه کې اصلاحات راولي.

ازبکانو له څه مودې راهیسې په یوه حکومتي ویبپاڼه داسې شکایتونه پریښي وو چې ګواکي پولیس د ونو تر شا پټېږي او په ناڅاپي ډول راښکاره شي او پلټنې پیل کړي.

د همدې کار په ځواب کې پولیس چارواکو فرمان صادر کړ او په دغه کار یې بندیز ولګاوه.

له دې وروسته که کوم پولیس په دغه ډوم کړو ونیول شي، رتبه به ترې واخیستل شي، له دندې به وشړل شي او حتی تقاعد حق به ترې واخیستل شي.

د ټرانسپورټ پولیسو ته به نوی یونیفورم هم ورکړل شي، ځکه اوسني شنې رنګې یې سمې نه لیدل کېږي.

پر دې سربېره به دوی ته کامرې هم ورکړل شي چې له فساد سره مبارزه وکړي او د سړک پر سر له بډې اخیستو مخنیوی هم وکړي.

ځایي رسنۍ له دې ریفورمه خوښې دي، ځینې چارواکي وایي د ونو او ودانیو تر شا د ټرانسپورټي پولیسو پټېدا یو سر درد و.

که څه هم دلته ترافیکي قوانین ماتېږي، خو چارواکي وایي پټېدا او بیا له سرغړوونکي سره مخامخېدل یې سمه لاره نه ده. دا هغه څه دي چې باید له ښکاره لارو چارو وشي.