پر یوټیوب شهرت لپاره خپل عاشق وژونکې نجلۍ زنداني شوه

د انځور حقوق youtube
Image caption پدرو او مونالیزا به شهرت لپاره پر یوټیوب جالبې ویډیوګانې خپرولې

یوه امریکايۍ نجلۍ، چې تېر کال یې پر یوټیوب چینل د جالبې ویډیو خپرولو په پار پرډز خپل مین وژلی و، پر شپږ میاشتې زندان محکومه شوې ده.

دغې جوړې غوښتل پر یوټیوب چینل د لیدونکو زیاتولو لپاره جالبه ویډیو خپره کړي، چې په ناغوښتي ډول له نجلۍ خپل مین ووژل شو.

پېښه تېرکال هغه مهال وشوه چې 'پدرو ورییز 'نومی هلک تر خپل کمیس لاندې پېړ کتاب ځای پر ځای کړ او له ۳۰ سانتي متره واټن څخه پرې خپلې معشوقې 'مونالیزا پرز ' ډز وکړ.

دوی انګېرلې وه چې د کتاب پېړوالي به د مرمۍ مخه ونیسي، خو دغسې ونه شول او مرمۍ د ښاغلي ورییز پر ټټر ننوته او هغه یې وواژه.

* نجلۍ پر یوټیوب شهرت لپاره خپل مین وژلی

* تر شارک کبانو 'سیلفي' ډېر انسانان وژلي

* سیلفي اخیستو پرمهال یې ځان په تومانچه ویشتلی

اغلې پرز، چې د دوو ماشومانو مور ده، د ناغوښتې وژنې په تور مجرمه پېژندل شوې ده.

د اغلې پرز وکیل 'جیمز بري ' وايي، حقیقت دا دی چې دغه احمقانه ساتيري پخپله د پدرو روییز له خوا طرحه شوې وه او تورنې د خپل مین پر هغه خبرو باور کړی و چې دا کار زیان نه لري.

پرز او روییز به د متحده ایالتونو په مینيسوټا ایالت کې په زړه پورې ویډیويي صحنې فلمولې او د شهرت لپاره به یې پر یوټیوب خپرولې.

کله چې تېر کال اغلې روییز پر خپل مین ډز وکړ، نو د ډز پر غږ د هغې کابو ۳۰ ګاونډیان او د دوی درې کلن زوی هم خبر شوي وو.

هغه مهال اغلې روییز پولیسو ته زنګ وهلی و چې پر خپل مین ترې ډز شوی دی.

نوموړې د پېښې پر مهال میندواره وه.

ورته مطالب