د جرمني کورنیو چارو وزیر: د اسلام لپاره جرمني کې ځای نه شته

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي سیهوپر دا هم ویلي، چې له جرمني به خپلو هېوادونو ته د رد شویو پناه غوښتونکو کډوالو شړلو بهیر چټک کړي.

د جرمني د کورنیو چارو نوی وزیر وايي، دی په دې باور دی، چې جرمني کې د اسلام لپاره ځای نه شته. د نوموړي دغه څرګندونې د لومړۍ وزیرې اېنګلا میرکل د څرګندونو سره تضاد کې دي، چې وايي اسلام د جرمني برخه دی.

هورسټ سیهوپر له هغو کسانو یو دی، چې د مېرمن میرکل پر کډوالۍ پالیسۍ یې سختې نیوکې کولې، خو اوس په نوي سیاسي اتحاد کې نوموړي ته مهم رول سپارل شوی دی.

له بیلد نومي ورځپاڼې سره مرکه کې هغه ویلي، جرمني د عیسیویت په حواله پېژندل کېږي او باید دغه هېواد خپله دود دستور له لاسه ور نه کړي.

هغه وايي:

''نه! اسلام په جرمني پورې اړه نه لري، جرمني د مسیحیت له لارې بڼه موندلې ده. هغه مسلمانان چې دلته زموږ منځ کې ژوند کوي، طبعاً جرمني سره تړاو لري، خو د دې هېڅ دا مانا نه ده، چې موږ باید د نورو د ناسمو فکرونو په خاطر خپل دودونه او رسم رواج له لاسه ورکړو. ''

نوموړی وايي:

''مسلمانانو ته اړینه ده، چې له موږ سره ژوند وکړي، نه د موږ تر څنګ او نه زموږ خلاف. ''

ښاغلي سیهوپر دا هم ویلي، چې له جرمني به خپلو هېوادونو ته د رد شویو پناه غوښتونکو کډوالو شړلو بهیر چټک کړي. د جرمني لومړۍ وزیرې اېنګلا میرکل ۲۰۱۵ کې د کډوالۍ پر ضد د احتجاجونو ډېروالي پر مهال ویلي و، چې د دې په آند اسلام د جرمني یوه برخه ده.

د جمعې پر ورځ نوموړې د بېلا بېلو مذهبونو د منونکو تر منځ پر ګډ ژوند ټینګار وکړ:

''زموږ پر هېواد د مسیحیت اغېز ډېر دی او د یهودیت اغېز- خو په ورته مهال جرمني کې څلور میلیونه مسلمانان ژوند کوي، دوی دلته خپل مذهب پالي او دغه مسلمانان په جرمني پورې اړه لري او دغه راز یې مذهب هم په جرمني پورې ربط لري. ''

۲۰۱۵ کال کې مېرمن مېرکل د سوریايي کډوالو پر وړاندې د خپل هېواد دروازې پرانیستلې او له هغه راهیسې څه باندې یو میلیون پناه غوښتونکي جرمني ته تللي دي.

جرمني: د طبي ازموینې له لارې د کډوالو عمر معلومولو مخالفت

جرمني بېرته ستنېدونکو کډوالو ته مالي امتيازات ډېر کړي دي

د نوموړې دغې پرېکړې پایله کې پروسږنو ټاکنو کې یوه لور ته ښي اړخه اې ایف ډي ګوند لومړی ځل فدرالي پارلمان ته لار وموندله او بل لور ته خپله د مېرمن میرکل سي ډي یو ګوند د تېرو ۷۰ کلونو مودې کې تر ټولو ناکام ټاکنیزې فعالیت سره مخامخ شو.

له نړیوالې جګړې راهیسې لومړی ځل د یوه سیاسي اتحاد لپاره له ډېر ځنډ وروسته مېرمن میرکل د چارشنبې پر ورځ څلورم ځل د جرمني لومړۍ وزیرې په توګه لوړه وکړه.