"ولې د افغان سولې خبرې د واشنګټن لپاره ښه ګام دى؟"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلى ټرمپ بايد په افغانستان کې د امريکا د ټولو هڅو او کړنو څار لپاره يو استازى وټاکي

فارېن افېيرس مجلې "ولې د سولې خبرې په افغانستان کې د واشنګټن لپاره ښه ګام دى؟" تر سرليک لاندې يوه شننه خپره کړې.

مجله وايي، ١٥٠٠٠ امريکايي سرتېري هره ورځ په افغانستان کې د واشنګټن تر ټولو اوږده جگړه پر مخ وړي او پر دغه ماموريت به يوازې په ٢٠١٨ م کال کې د امريکا ٤٥ ميليارډ ډالر ولګېږي.

د مجلې په وينا په افغانستان کې د امريکا موخې او د جګړې ستراتېژي نه ده بدله شوې، خو د درېوو ولسمشرانو په واکمنۍ کې د جګړۍ پايله ټپ ولاړ حالت و.

ليکوال وايي تر ٢٠١٠ م کاله پورې سوله له سره د امريکا په اجنډا کې نه وه او له هغه وروسته يې هم د پام مرکزي ټکى نه و.

ډيرى داسې انګېري چې ګواکې د سولې خبرې اترې ګټه نه کوي، ځکه طالبان سولې ته لېوالتيا نه لري او کېداى شي چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه ټکنۍ کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلی متیس باید د سولې لپاره نور ګامونه پورته کړي

مجلې سولې ته د ځينو طالبانو د لېوالتيا په تړاو د امريکا دفاع وزير جيمز متېس څرګندونو ته اشاره کړې او ويلي دي چې ښاغلى متېس په دې لړ کې بايد نور ګامونه پورته کړي.

ليکوال په دې باور دى چې ښاغلى متېس بايد په دې لړ کې له ولسمشر ټرمپ نه وغواړي چې د سولې د خبرو اترو لپاره درې گامونه پورته کړي.

لومړى دا چې ښاغلى ټرمپ بايد په افغانستان کې د امريکا د ټولو هڅو او کړنو څار لپاره يو استازى وټاکي.

دویم دا چې استازى بايد د سولې لپاره لارې چارې برابري کړي او ولسمشر ټرمپ بايد له خپلو استخباراتي ادارو او پوځ وغواړي چې د سولې بهير په چمتو کولو کې د دۀ د استازي بشپړ ملاتړ وکړي.

او درېیم د چې استازى بايد له افغان حکومت سره په گده کار وکړي چې د سولې د بهير پر مخ وړلو لپاره يو منځگړى ومومي لکه ملگري ملتونه، ناروې او دوى ته ورته کوم بل هېواد يا بنسټ.

د مجلې په وينا امريکا د جګړې يو اړخ دى نو نه ښايي چې يوې غاړې ودرېږي ننداره وکړي او يا منځګړى شي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼه:

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ليکلي، ولسمشر ټرمپ د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره له خبرو اترو وروسته هغه هېواد سره د وسلو پېر او پلور معاملو دفاع کړې.

ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې د دغې کړنې دفاع کړې چې د امريکا د کانګرېس غړو په يمن کې د عربستان پر رول نيوکې کړي او د هغه هېواد په مشرۍ ټلواله يې په يمن کې پر کړکېچ ټوکولو تورنه کړې.

واشنګټن پوست:

واشنګټن پوست په خپله نننۍ ګڼه کې د يوۀ سکاټلنډي وګړي کيسه راخيستې چې خپل سپي ته يې ور زده کړي څنګه د نازيانو په بڼه سلامي ورکړي او محکمې له دې امله په سزا محکوم کړى.

مارک مېچن د خپل سپي وېډيو جوړه کړې او بيا يې پر يوټيوب ايښې چې ډېر ځله شريکه شوې ده.

په فلم کې دى له خپل سپي پوښتي "ايا غواړي يهودان د غازو په مټ ووژنې؟"

سپى يې هېټلر ته منسوبې سلامۍ په بڼه ځواب وايي.

ويل کېږي دغه وګړى ښايي د کرکې خپرولو په جرم زنداني شي.