د بهرنیو تولیداتو استعمالولو له کبله پر ایراني چارواکو نیوکې

ایران د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو سړی مشهور جرمن ګاډی چلوي

دغه ناندرۍ په ایران کې د نوروز پر ورځ د دغه هېواد مذهبي مشر ایت الله خامنايي له وینا وروسته پیل شوې. نوموړي خپله وینا کې له هېوادوالو وغوښتل چې له بهره د راوړل شویو تولیداتو استعمالولو پر ځای هغه څه وکاروي، چې خپله ایران یې تولیدوي.

له دغې وینا لږ وروسته پر خواله رسنیو د لوړ پوړو ایراني چارواکو داسې انځورونه خپاره شول، چې ګواکې دغه مشوره یې نه وه منلې او په دې کې خپله ښاغلی خامنايي هم شامل و.

د ایت الله خامنايي یو داسې تصویر چې نوموړی پکې له بي ایم ډبلیو ډوله ګاډي کوزیزي، تر ۱۲۰۰ ډېر ځله شیر شوی دی. ځینې کسانو له دغه تصویر سره له اسلامي انقلابه د مخکیني حکومت لومړي وزیر عامر عباس هویدا تصویر هم ټومبلی، چې ۱۹۶۰ کال کې په ایران کې تولید شوی پیکان ډوله ګاډی چلوي.

دغه ټویټر پیغام کې ویل شوي:

''د فاسد پهلوي رژیم لومړی وزیر په هېواد کې دننه تولید شوی موټر چلوی، خو د ټولې نړۍ د مسلمانانو امیر المومنین د کفارو په لاس جوړ شوي داسې ګاډي کې ناست دی، چې بیه یې سل میلیونه ډالره ده، شعاري جمهوریت ''

ځینې کسانو بیا له ښاغلي خامنايي دفاع کړې او وايي ښايي د دغه موټر څښتن خامنايي نه وي، بلکې د امنیتي ادارو اړوند وي، خو ګڼ شمېر کسانو دې لړ کې سختې نیوکې کړې.

ځینې کسانو ایراني ګاډي له کباړ سره تشبیه کړي او یوه بیا د ورانو ویجاړو ایراني موټرو تصویرونه خپاره کړي دي.

دغه ټویټر پیغام کاږي:

''د ایراني توکو ملاتړ په کال ټولو اخوندانو او سخت دریځو حکومتي روحانیونو ته یو- یو کیا پرایډ ورکړئ او مجبور یې کړئ، چې ویې چلوي. ''

هغو کسانو کې چې سختې نیوکې پرې شوې دي، غلام علي حداد-عادل هم شامل دی، چې د ایراني پارلمان مخکینی مشر و او لور یې د علي خامنايي له زوی مجتبی سره واده کړی.

نوموړی یوه ټویټر پیغام کې داسې حال کې لیدل کېږي، چې د برتانیا یوه مشهور پلورنځي کې کالي پېري.

دغه پیغام کې لولو:

''د حداد عادل لخوا د ایراني تولیداتو ملاتړ، چې د ایراني شاه زاده مجتبی خامنايي خسر دی او د برتانیا خبیث هېواد کې کالي پېري. ''

یو شمېر کسانو بیا هېواد کې دننه د تولید شویو مصنوعاتو ملاتړ ستایلی دی. یوه کاروونکي د تابیات نومي ځايي چایو پېرلو کیسه کړې او یوه بل بیا د هغو ایراني مصنوعاتو لیست خپور کړی، چې په وینا یې د بهرنیو مشهورو تولیداتو ځای نیولای شي.