د ښځو لپاره د کالیو اغوستلو 'لارښود' کتاب چاپ شو

د تاجکستان حکومت یو داسې کتاب چاپ او خپور کړی، چې مېرمنو ته د بېلا بېلو کالیو اغوستو یا نه اغوستو لارښوونې کوي. دغه کتاب د 'لارښونو کتاب نومېږي ' او د دغه هېواد کلتور وزارت لخوا چاپ شوی دی.
د 'ایشیا پلس نیوز ' ویبپاڼه وايي، دغه کتاب د داسې ښځو له تصویرونو ډک دی، چې ډول- ډول کالي یې اغوستي او چاپوونکي یې وايي، له اووه کلنۍ تر اویا کلنۍ پورې د هرې نجلۍ او ښځې لپاره پکې د مناسبو کاليو بېلګې شته.
کتاب کې مېرمنو ته ویل شوي، چې باید کاري چاپیریال کې څنګه کالي واغوندي، ملي مراسیمو ته باید څنګه کالیو کې لاړې شي او ان د اوونۍ پای کې د رخصتۍ پر ورځ باید څنګه کالي واغوندي.
د کتاب پای کې بیا یو څپرکی د هغو کالیو بېلګو ته ځانګړی شوی، چې ګواکې باید ښځې یې وانه غوندي.
دې کې تور رنګه کالي، ټیکري او حجاب شامل دي، چې حکومت د دغه ډول اسلامي لباس خلاف کمپاین کوي او د ولسمشر امام علي رحمان له نیوکو سره یې هم مینه والې شته.
دې سره داسې کالي هم په دغه لړۍ کې شامل دي، چې لوېدیځوال بلل کېږي، مثلاً لنډې لمنې ولرې، د ګریوانونو خولې یې پرانیستې وي او یا ملا ترې ښکاري.
ویبپاڼه کاږي: دغه راز 'ښځو ته ' په عام محضر کې چپلکو کې د ګرځېدو مشوره هم نه ورکول کېږي او داسې کالي هم باید وا نه غوندي، چې ډېر تنګ وي، ځکه روغتیا ته ښه نه دي.
''ودونو کې د غوښې خوړولو پر ځای د یوه بیوزله کور ورنګوئ''
د عکسونو البوم: د تاجکستان کولاب سیمه کې د نوروز جشن
پر خواله رسنیو د دغه کتاب ډېر تود هرکلی نه دی شوی او سره له دې چې یو شمېر کسانو وړاندیز شوي کالي 'ښایسته ' بللي، خو بیې یې له وسه بهر بولي.
پر یاده وېبپاڼه له رپوټ لاندې تبصره کې لیکل شوي:
''باید د کلتور وزارت چارواکي دغه کالي راته له بازاره واخلي. ''
یو بل چا بیا پر چارواکو تور پورې کړی، چې غواړي هېواد د شمالي کوریا په څېر کړي:
''کلتور وزارت باید د نورو مسایلو په حل پسې وګرځي او هر ډول بې معانا مسایلو کې له ښکېلتیا ډډه وکړي. ''
تاجکستان چې یو مهال د شوروي اتحاد برخه و، ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي، خو حکومت یې هڅه کوي دودیز خو سیکولر کلتور رواج کړي.