"امریکا طالبانو ته په ټولنه کې د ورګډېدو موکه برابرولی شي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مالي سمبالښت او د ترهګرۍ له نوملړه د ځينو ډلو د نومونو ايستل هغه ګامونه دي چې امريکا يې په دې لړ کې پورته کولاى شي

واشنګټن پوسټ افغانستان کې د امريکا لوړ پوړي قومندان جان نيکولسن هغه وينا مهمه بللې چې وايي "امريکا کولاى شي طالبانو ته د وسلې ايښودو او افغان ټولنه کې د بيا ورګډېدو موکه برابره کړي.

ښاغلي نيکولسن چې دا څرګندونې پرون خبريالانو ته کولې ويلي، افغان او امريکايي چارواکي د پردې تر شا کار کوي چې امريکا څنګه افغانستان کې د سولې هلو ځلو ملاتړ وکړي.

مالي سمبالښت او د ترهګرۍ له نوملړه د ځينو ډلو د نومونو ايستل هغه ګامونه دي چې امريکا يې په دې لړ کې پورته کولاى شي.

ورځپاڼې د ښاغلي نيکولسن وينا راخيستې چې وايي "ځينې چارې بايد تر سره شي او اړتيا ده هغوى (طالبان) پوه شي چې په خونديتوب بېرته ستنېداى او خوندي ژوند کولاى شي."

جنرال نيکولسن وايي، د طالبانو د غورځنګ ځينې غړي سولې ته چمتو دي، که له دغې ډلې سره په پراخه کچه سوله کېږي او که نه موږ چمتو يو چې سولې ته لېوالو کسانو ته د بېرته ستنېدو زمينه برابره کړو.

اېکسپرېس ټرېبيون:

پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې ليکلي، امريکا او پاکستان سره سلا شوي چې د افغان سولې په تړاو خپلمنځي همغږي زياته کړي.

د ورځپاڼې په وينا دا هوکړه د لومړي وزير خاقان عباسي او د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پېنس ترمنځ په وروستۍ کتنه کې شوې.

ورځپاڼه زياتوي د نورو خبرو اترو لپاره د مهالوېش له ټاکل کېدو وروسته به امريکايی او پاکستانی پلاوي به يوۀ بل هېوادونو ته سفرونه وکړي.

د ترهګرۍ له منځه وړل او د افغان سولې بهير سره مرسته به د خبرو اترو د اجنډا مهمې موضوعگانې وي.

پاکستان ويلي افغان سولې سره د خپلې ملي امنيت تګلارې په اډانه کې مرسته کوي.

پاکستان ټينګار کړى چې ښکېلې غاړې او افغان حکومت دې د خبرو اترو ګډې تګلارې لپاره يو چوکاټ برابر کړي.

برتانوۍ ټايمز ورځپاڼه

د برتانيا اروپايي متحدان چمتو کېږي چې د دوه اړخيز پخواني روسي جاسوس د وژنې هڅې پرسر راټوکېدلې شخړې له امله روسي ډيپلوماټان وشړي.

دا خبره وروسته له هغه مخې ته راغله چې د برتانيا لومړۍ وزيرې تېريزا مې ٢٣ روسي ډيپلوماټانو ته له دغه هېواده د وتلو حکم وکړ.

د ورځپاڼې په وينا اغلې مې د اروپايي ټولنې مشرانو ته ويلي، د اعصاب فلجوونکو ګازو پر مټ د پخواني روسي جاسوس د وژنې هڅه پر لوېديځ د روسيې د بريد بېلگه ده.