روسیه کې اورلګېدنې، د ماشومانو په ګډون ۶۴ کسان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption اور وژونکي په کرېنونو د ودانۍ سر ته وخېژول شول.

د سایبېریا په کیمیروو ښار کې په یوه پلورنځي کې اورلګېدنې لږ تر لږه ۶۴ کسان وژلي دي.

د روسي چارواکو په وینا ډېری قربانیان ماشومان دي، او تر اوسه لس کسان لا هم لادرکه دي.

اور د دغه ستر پلورنځي په پورتني پوړ کې هغه مهال پیل شو چې ډیری قربانیان په سینما کې ول.

په ټولنیزو رسنیو راغلې ویډیو ښيي چې خلک له اوره له کړکیو ټوپ وهي.

د روسیې د څېړنو کمېټې ویلي چې د اور له امله د سینما چت راوغورځېد. د سیمې مرستیال والي ولادیمیر چیرنوف ویلي چې اور د ماشومانو د لوبو په ځای کې لګېدلی.

د ده په وینا لومړۍ څېړنې ښيي چې له کوم ماشوم سره د سګرېټو لایټر و چې له هغې څخه ربړ اور واخیست او بیا لکه باروت هر ځای ته خپور شو.

کیمیروو چې د ډبرو سکرو کیندنو یوه مهمه سیمه ده، د مسکو ختیځ لوري ته په ۳۶۰۰ کیلومتره کې پرته ده.

په روسیه کې د ماشومانو د حقونو کمیشنره انا کوزنیتسووا د خلکو بې پروایي د اور لامل ګنلی او سملاسي یې په ورته پلورنځیو کې د خوندیتابه پر تدابیرو د بیا کتنې غوښتنه کړې.

د ۶۶۰ په شاوخوا کې بیړني کارکوونکي د ژغورنو هڅو ته ور استول شوي ول او اور وژونکي تر ۱۷ ساعتونو ډېر د اور پر وژلو بوخت ول.

اور چېرته ولګېد؟

دغه پلورنځی په ۲۰۱۳ کې پرانیستل شو، د سینما تر څنګ، رستورانتونه، سونا، بالینګ او وړوکی ژوبڼ هم پکې شته. ویل کېږي چې په ژوبڼ کې ټول ژوي هم وژل شوي.

د روغتیا وزیرې ویرونیکا سکورتسوا ویلي چې ۱۱ ټپیان روغتون ته راوړل شوي او ډېر یې د لوګي له کبله په بد حال کې دي. د دوی په اند تر ټولو جدي قضیه د یوه ټپي ماشوم ده چې مور، پلار، وروڼه او خویندې یې په اور کې وژل شوي.

ویل کېږي چې اور د یکشبنې په ورځ په ځایي وخت ۵ بجې ولګېد.

روسیه اور د انځور حقوق AFP
Image caption له پلورنځي لوګي پورته کېږي.

د سیمې د بیړنیو مرستو مرستیال وایي دا یو ستر پلورنځی دی او ډېر داسې توکي پکې دي چې په اسانۍ اور اخلي.

رپوټونه وایي چې د پلورنځي چلوونکي مسوولین او د دغه پلورنځي څښتن د پوښتنو لپاره نیول شوي دي.

قربانیان څوک دي؟

روسي چارواکو ویلي چې ۶۴ کسان وژل شوي، ۱۱ کسان لادرکه دي، خو دا چې دغه قربانیان پېژندل شوي که نه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

تر اوسه موندل شوي ۹ مړي د ماشومانو دي. خو د روسیې د ملي ناورین د مدیریت مرکز مرستیال اندرې ممچینکوف ویلي چې ۴۱ ماشومان لا تر اوسه لادرکه دي.

له سیمې د اېنسټاګرام یو انځور ښیي چې د وینې ورکولو یوه کلینک ته د خلکو لوی کتار ولاړ دی.

اړونده مطالب