امریکا ۶۰ روسي دیپلوماتان شړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جرمني، فرانسې او یوکراین هم اعلان کړی چې دوی به هم روسي دیپلوماتان وشړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ امر کړی چې ۶۰ روسي دیپلوماتان له دغه هېواده په برتانیا کې د پخواني جاسوس باندې د زهرجن ګاز کارولو له امله شړل کېږي.

جرمني، فرانسې او یوکراین هم اعلان کړی چې دوی به هم روسي دیپلوماتان وشړي.

یو شمېر نور اروپایي هېوادونه هم غواړي ورته څه وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې به متحده ایالات په سیاتل کې د روسیې قونسلګري هم وتړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي "د مارچ پر ۴مه روسیې د برتانیا په سالزبري کې په یوه برتانوي اوسېدونکي د نظامي کچې زهرجن ګاز کارولی."

خبرپاڼه زیاتوي: "زموږ پر ملاتړې برتانیا دا برید بې شمېره خلک له ګواښ سره مخ کړي او د درېو کسانو د ژوبلېدو لامل شوی."

په امریکا کې به ۴۸ کسان د واشنګټن له روسي سفارته او نور په ملګرو ملتونو کې له نیو یارک څخه وشړل شي.

د دوشنبې پر ورځ اروپایي هېوادونو لټویا، لیتوانیا، ایستونیا او پولنډ د بهرنیو چارو وزارتونو ته د روسیې سفیران ورغوښتي ول.