اسراییل په تېروتنه د یو میلیون ډالرو توغندي ویشتلي

اسراییل د انځور حقوق AFP

د اسراییلو توغنديزدافع هوا سیسټم چې د 'ایرن ډوم ' نوم ورکړل شوی دی، د یکشنبې پر ورځ په تېروتنه نژدې ۲۰ انټرسپټر ډوله توغندي وتوغول او وروسته معلومه شوه، چې د دغه هېواد لور ته هېڅ کوم توغندی نه دی توغول شوی.

د اسراییلو هوایي دفاع وزیر برید جنرال هماوچ وايي، د دغو توغندیو توغېدل تخنیکي ستونزه نه ده، نه هم انساني تېروتنه ده، بلکې دغه سیسټم په 'خورا حساس ' حالت درلو شوی دی.

له دغه سیسټم نه نژدې ۲۰ توغندي توغېدلي دي، چې د هر یوه توغندي بیه ۵۰ زره ډالره ده.

له سسټم نه د توغنديو له توغېدل کېدو سره همهاله د ملکي خلکو خبرداري لپاره د سایرن غږونه هم خپرېږي.

برید جنرال هماوچ وايي، سیسټم له غزې نه د زیکیم سیمې پر لور د ماشین ګڼو ډزو د توغندیو ګومان کړی و.

نوموړی وايي، سیسټم کې کومه خرابي نه شته، بلکې سیمه کې د اوسني حالت له کبله دغه سسټم خورا حساس حالت درجې کې ساتل کېږي. هغه وايي:

''موږ د اسراییلیانو ځان او مال ته متوجه خطر خورا مهم بولو. ''

بل لور ته یوه پوځي افسر ویلي، غزه کې عادي حالت دی او له هغه ځایه هېڅ کوم توغندی نه دی توغول شوی. اسراییلۍ ورځپاڼې اسراییل ټایمز ورځپاڼه کاږي، د توغندیو له زیان پرته اسرایلیان دغه ډول تېروتنو ته ډېر پام نه کوي.

اسراییل سوریه کې "۳۰" کلونو کې تر ټولو لوی برید وکړ

د اسراییل د کرنې وزیر له وچکالۍ د خلاصون لپاره د باران لمونځ وکړ

اسراييلي پوځ ویلي، که څه هم دا تېروتنه وه، خو د دغه هېواد پوځ د غزې پر شمالي برخه د ټانکونو ډزې کړې دي.

د پوځ په وینا دوی غزه کې د حماس پر دوو سنګرونو ګوزارونه کړي دي. اسراییلي پوځ ویلي، حماس وسله والو غزه کې د د ډزو تمرین کاوه، چې پایله کې پرې اسراییل پوځ او ایرون ډوم سسټم ګومان وکړ، چې پر اسراییل برید شوی دی.

اړونده مطالب