د موصل کنډوالو کې موسیقي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د موصل کنډوالو کې موسیقي

شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د عراق لومړي وزیر حېدر العبادي، په موصل کې پر داعش د خپلې بریا اعلان وکړ. موصل په عراق کې د اسلامي دولت نومې ډلې دوهم لوی مرکز و او همدلته یې د خپل خلافت اعلان کړی وو.

د موصل د بېرته نیولو جګړې ډېر مالي او ځاني تاوان درلود. ملګرې ملتونه وايي اوس یې، د بیا ودانولو لپاره کابو یو میلیارد ډالره پکار دي خو د ښار د ظاهري بڼې تر څنګ دلته د مېشتو خلکو ژوند هم بیا رغولو ته اړتیا لري.