وینزویلا کې اور ۶۸ کسان وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بندیانو خپلوان شکایت کوي چې هېڅ معلومات نه دي ورکول شوي.

چارواکي وایي د وینزویلا د کارابوبو ایالت په ویلینسیا ښار کې د پولیسو په تاڼه کې د اور لګېدو له امله ۶۸ کسان وژل شوي.

اور هغه مهال خپور شو چې بندیانو د تېښتې په موخه توشکو ته اور اچولی و.

پولیس د هغو بندیانو په خپلوانو چې د تاڼې شاوخوا راټول شوي وو اوښلن ګاز وکاراوه.

مشر ایالتي قاضي ویلي چې سملاسي به څېړنې پیل شي چې وګوري دا پېښه ولې رامنځ ته شوه.

یوه دولتي چارواکي هیسوس سنتندېر ویلي چې حالت تر کابو لاندې دی، خو د کارابوبو ایالت په ماتم دی.

په تاڼه کې څه پېښ شول؟

لا تر اوسه بشپړ معلومات نه دي راوتلي.

خو د یوې سیمه ییزې ادارې د راپور له مخې یو پولیس د بندیانو له لوري په پښه وویشتل شو، وروسته نورو زندانیانو د اعتراض په ډول خپلو توشکو ته اور واچاوه او له هماغه ځایه اور هر ځای ته خپور شو.

چارواکو د یوه پولیس د لګېدو رپوټ تاید کړی.

ژغورونکي له دېوالونو واوښتل چې دننه بندیان راخوشي کړي.

رپوټونه وایي ټول وژل شوي بندیان وو، خو دا هم ویل شوي دوه ښځینه پایوازې چې د بندیانو د لېدنې لپاره ورغلې وې هم وژل شوې.

ځینې قربانیان سوځېدلې، ځینې نور بیا لوګي وژلي.

د وینزویلا ځواب څه دی؟

د زندان بهر د قربانیانو خپلوان راټول شوي او له پولیسو سره نښتي دي.

ایده پرا، چې تېره ورځ يې زوی وژل شوی، اسوشیټډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې دا نه پوهېږي چې زوی یې مړ دی که ژوندی او چارواکي هېڅ نه ورته وایي.

بله ښځه هم د خپل زوی د احوال نه لرلو له امله په بد حال ده، دا غواړي چې چارواکي یې د زوی د ژوند او مرګ حال ورکړي.

حکومت څېړنې پیل کړې. د کارابوبو والي غمشریکي وړاندې کړې او ویلي یې دي چې دا جدي مساله ده او باید وڅېړل شي.