برتانیا کې د پلاستیکي بوتلونو بیه زیاتېږي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینو اروپايي هېوادونو لکه ناروې کې د چارواکو په وینا ۹۴ سلنه پلاستیکي بوتلونو نه بیا کار اخیستل کېږي.

په برتانیا کې به ډ‌ېر ژر خلک اړ وي چې د هغو مشروباتو د بوتلونو لپاره پیسې ورکړي چې په پلاستیکي بوتلونو کې وي.

دا په دې مانا چې د مشروب له څښلو وروسته به د تش بوتل پېسې بیرته ورکول کېږي.

په برتانیا کې هر کال ۱۳ میلیارده د پلاستیکي بوتلونو مشروبات کارول کېږي. له دې نه څه باندې درې میلیارده بوتلونو نه بیا کار اخیستل کېږي او ډېره نوره برخه یې د کارپوهانو له نظره د چاپیریال په ککړتیا کې ډېره ونډه لري.

اوس ویل کېږي چې په پلاستیکي بوتلونو کې د مشروباتو کاروونکي به د مشروباتو د اخیستلو پرمهال یوه اندازه ډېر لګښت ګالي خو ټاکلو ځایونو او مغازو ته د تشو بوتلونو د بیرته وړولو په صورت کې به خپلې اضافي ورکړې پېسې بیرته ترلاسه کوي.

وروسته له هغه چې په یوه څیړنه کې وویل شول چې پلاستیکي بوتلونو او نورو توکیو په سمندرونو کې ککړتیا ډېره کړې او د سمندري ژوو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی د برتانیا حکومت پرېکړه کړې چې دغه نوی پروګرام پلی کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په ځینو نورو اروپايي هېوادونو کې وار دمخه د پلاستیکي بوتلو د بیرته ورړولو په بدل کې خلکو ته یوه اندازه پېسې بیرته ورکول کېږي. سکاټلنډ وار دمخه اعلان کړی چې دوی هم ورته پلان لري.

د یادونې وړ ده چې په ځینو اروپايي هېوادونو لکه ناروې کې د چارواکو په وینا ۹۴ سلنه پلاستیکي بوتلونو نه بیا کار اخیستل کېږي.

د چاپیریال د ککړتیا پرضد کمپاین کوونکو د دغو پلانونو هرکلی کړی او وايي چې له دې سره به د چاپیریال او په ځانګړې توګه د سمندرونو د ککړتیا په مخنیوي کې مرسته وشي.

دغه اقدامات په داسي حال کې کېږي چې سمندري ژوي لیدل شوي چې پلاستکي توکي خوري.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
سمندرونو ته د پلاسټیک بهیدو مخنیوي هڅې

اړونده مطالب