په خونړۍ سیمه کې زده کړې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ختیځې غوطې په ویجاړیو کې زده کوونکو بیا هم هیلې نه دي له لاسه ورکړې.

د سوریې د کورنۍ جګړې په کنډوالو کې هر ډول نهیلي او تباهي تر سترګو کيږي.

د ختیځې غوطې په کلابندۍ کې له ټولو ستونزو سره داسې ځوانان شته چې زده کړې کوي او د راتلونکې لپاره پلانونه لري.

دا زده کوونکي په هغو پوهنتونونو تکیه دي چې له انلاین لارې کورسونه وړاندې کوي. د ژوندي پاتې کېدو تر څنګ دوی د برېښنا او انټرنیټ موندلو هڅې کوي.

شل کلن محمود د ختیځې غوطې دی، دی په امریکا کې د (یونیورسټي اف د پیپل) یا د خلکو پوهنتون سره له انلاین کمپیوټر ساینس زده کړې کوي.

سخته بمباري

ده د ختیځې غوطې په یوه ښوونځي کې د کلابندۍ پر مهال لیسه پای ته ورسوله. خو د پوهنتون د زده کړو لپاره هېڅ ځای نه و.

Image caption د ختیځې غوطې د یوه زده کوونکي کور چې هوایي برید کې ویجاړ شوی.

"ده بي بي سي ته وویل: "کله مې چې ښوونځی پای ته ورساوه، هېڅ پوهنتون نه و چې کمپیوټر ساینس مضمون ولري. "

محمود وایي زده کړې او د ډیپلوم اخیستل د راتلونکې لپاره خورا مهم دي.

دی وایي: "زه فکر کوم د زده کړې پر سړک مې لومړی ګام اخیستی. "

د خلکو پوهنتون هغه هېوادونو او سیمو کې خلکو ته د زده کړو ضمینه برابروي چې پوهنتون ته لاسرسی نه لري. د حلب د جګړې پر مهال هم د سوریې زده کوونکو انلاین زده کړې پکې کولې.

زده کوونکي کولی شي په انلاین د ګوګل او ګیټس بنسټ په مرسته د دغه پوهنتون لیکچرونه واوري او پای کې سند تر لاسه کړي.

له ختیځې غوطې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځمکې پر سر (دوزخ) بللی، لس زده کوونکي په دغه پوهنتون کې زده کړې کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له هوایي بریده وروسته د یوه ماشوم ژغورل.

ژغورنه او هیله

خو یو څوک په دغه ډول بریدونو کې څنګه خپلو زده کړو ته پام کولی شي؟

محمود وایي "ښکاره ده چې شاوخوا چې څه پېښېږي پر موږ لوی رواني اغیز لري. "

"کله چې بمباري زیاته شي، نو موږ یوازې د خپلې ژغورنې په هکله فکر کوو. "

"بیا چې کله بمباري بېرته بنده یا کمه شي، د لنډ وخت لپاره موږ د کار، زده کړو او راتلونکي په هکله فکر کولی شو. "

"زه شخصا فکر کوم دغه معضله پخپله موږ په یو ډول رواني ناروغۍ اخته کوي. "

"ځکه زموږ ذهن په دوو بېلو برخو وېشل شوی. یوه یې د یوه ځوان ژوند چې غواړي زده کړې وکړي، موخو ته ورسېږي. او بل د هغه شل کلن ژوند چې شپه او ورځ یوازې د دې دعا کوي چې تر بلې ورځې ژوندی وي. "

خو دی دا هم وایي چې د زده کړو لږ فرصت هم د راتلونکې یو (مثبت) فکر ورکوي.

"زه غواړم زده کړې بشپړې کړم. ډیپلوم ولرم. موږ چې تر کلابندۍ لاندې یو دا راته لوی فرصت دی، همدا زده کوونکو ته هیله وربخښي. "

دا کلک هوډ او په زړه پورې ژمنتیا ده.

محمود وایي "زه هوډ لرم چې زده کړې به کوم. او که فرصت ولرم، زه به د خپل هېواد د بیارغونې برخه وم. "

The aftermath of an air raid د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېره اونۍ له یوه برید وروسته د کورونو لوګي پورته کېږي.

نن خونړۍ ورځ وه

خو هر څه اسانه نه دي.

تر یوې میاشت مخکې ژوند (سخت خو شونی) و، چې دوی زده کړې د جنراتور د برېښنا په مرسته کولې.

"د کلابندۍ له امله هغه شیان چې زده کړو لپاره اړتیا ورته لرم سخت شوي، لکه برېښنا، انټرنیټ او نور څه. "

خو حالت لا خراب شوی. د ده د ودانۍ ټولې کورنۍ یوازینۍ زیرزمینۍ کې راټولې شوې چې له بمبارۍ څخه خوندي وي.

د کمپیوټر ساینس بل زده کوونکی مجید چې کور یې په هوایي برید کې ویجاړ شوی، د انټرنیټ او د خپل تیلیفون له چارج سره په ستونزو کې دی..

Image caption مریم - هغه زده کوونکې چې د حلب د جګړې پر مهال یې د شمعې رڼا ته زده کړې کولې.

په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې زده کوونکو د ازموینو لپاره چمتووالی نیوه، ده دا پیغام لېږلی و:

"نن یوه خونړۍ ورځ وه، په لسګونو هوایي بریدونه وشول. "

د سه شنبې په ورځ مجید وویل چې د اوربند د تړون خبره شوې.

خو خواړه او برېښنا په نشت برابر او خورا ګران وو او خلک د بمبارۍ له ویرې په زیرزمینیو کې پټ وو.

دی ویرېږي چې د سوریې راتلونکی نسل به له زده کړو بې برخې او د (جهالت او خوارۍ) سره مخ وي.

له نورې نړۍ زده کوونکو وروستۍ ازموینې ورکولې، خو ده قربانیان شمېرل.

خو مجید وایي دی اوس هم (هیله) لري او راتلونکي ته سترګې په لار دی. دی غواړي خپله دکتورا واخلي.

"زموږ ژوند به دوام وکړي، جګړه موږ باید ونه دروي. په پای کې موږ یوازیني خلک یو چې باید ویجاړۍ ورغوو. "

"زه باور لرم چې پوهنه به زموږ راتلونکی جوړ کړي. "

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کورنۍ له یوې اونۍ وروسته له خوندي ځایونو بهر ته راووتل.