داعش افغانستان کې بیا فعالېږي؟

د انځور حقوق AFP

توندلاری داعش په عراق او سوریه کې تر ډېره مات شوی او اوس یې پاتې شوني لرې پرتو سیمو کې پټ شوي دي، خو اوسني خبرونه ښيي چې دا ډله افغانستان کې د بیا فعالېدو هڅه کوي.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ملي ادارې یا نېکټا د اړیکو غړی احسان غني وايي، لا هم پاکستان د داعش له خطرې سره مخ دی، خو دا مهال دا ډله تر افغانستان محدوده ده.

له دې څرګندونو یوه ورځ مخکې د افغانستان لپاره د روسیې استازي ضمیر کابلوف وویل، چې افغانستان کې داعش لږ تر لږه اووه زره وسلوال لري.

وتلي شنونکي بریګیډیر سعد محمد هم وايي، داعش د افغانستان دوو ولایتونو ننګرهار او کونړ کې مرکزونه لري او له هغه ځای پاکستان کې د برید هڅه کوي.

د هغه په خبره، په دې ولایتونو کې دوه پاکستانۍ ډلې جماعت الاحرار او لښکر اسلامي هم له دې ډلې سره همکاري کوي.

سعد محمد په دې اند دی چې په مومند ایجنسۍ او تیرا کې د بریدونو تر شا ښايي د دې ډلې د ملاتړو لاس وي.

"پر دې سربېره دا ډله د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونو کې هم ښکېله ده او پاکستان په دې تړاو افغانستان ته استخباراتي معلومات هم ور کړي دي".

افغان حکومت څه وايي؟

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا د تېر اپرېل پر ۱۳ د ننګرهار په اچین کې د داعش پر مرکزونو تر ټولو ستر نااتومي بم وغورځاوه.

خو افغان حکومت وايي، چې په افغانستان کې د داعش شتون ته هوا ور کول کېږي.

د دفاع وزارت ویاند محمد راد منش وايي، داعش په وړو وړو ډلګیو کې په دریو ولایتونو- ننګرهار، کونړ او جوزجان کې فعاله ده.

نوموړی دا هم وايي،چې دا ډله د افغانستان یا سیمې لپاره خطر نه ده.

"د سیمې خلک دا حق لري چې په دې هکله وېره احساس کړي، خو موږ باوري یو چې دا ډله دومره پیاوړي اوفعاله نه ده څومره چې هوا ور کول کېږي".

سعد محمد هم وايي، امریکا د داعش په څو مهمو مشرانو او د هغوی په مرکزونو بریدونه وکړل چې له هغه وروسته دومره ډېره فعاله نه ده لکه درې کلونه پخوا چې وه.

"خو په کونړ او ننګرهار کې یې څرګند اغېز شته".

نوموړی زیاتوي چې په پیل کې له عراق او سوریې څه عرب افغانستان ته لاړل او هلته یې ځايي وسلوال وروزل:

"هغوی افغانستان او پاکستان د خپل خلافت خراسان ولایت وباله".

خو زیاتوي، چې اوس افغان داعش له اصلي ډلې سره نه دی تړلی، خپلواک کار کوي او پر افغانانو سربېره پاکستانیان هم پکې دي.

کله شته کله نشته

له بلې خوا پاکستاني چارواکي که څه هم پاکستان کې د داعش له شتون یو مخ انکار کوي، خو بیا هم څو ځلې پوځي چارواکو د دې ډلې د مرکزونو د ختمولو یا یې د غړو د وژلو دعوې کړې دي.

د تېر کال سپټمبر کې د افغانستان، پاکستان او مریکا لوړپوړو پوځي چارواکو د کابل ناسته کې هوکړه کړې چې د لا ډېرې همکارۍ او معلوماتو شریکولو سره په سیمه کې داعش یو مخ له منځه یوسي.

دې ډلې نه یواځې په سیند او بلوچستان کې پر مزارونو د بریدونو، بلکې تېر کال بلوچستان کې د پاکستان د مشرانو جرګې او د جمعیت علما اسلام پر غړي عبدالغفور حیدري د برید مسوولیت هم ومانه.