روسيه: لوېديځ هڅه کوي موږ له نړیوال کپ بې برخې کړي
روسي چارواکي وايي لوېدیځ هڅه کوي په روسیه کې د نړیوال کپ مخه ونیسي. د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا پر برتانیا او امریکا تور ولګاوه چې د فوټبال نړیوال جام لپاره په روسیه کې لوبې له خنډ سره مخ کړي. د روسیې او لوېدیځ تر منځ اړیکې په برتانیا کې د روسیې د پخواني جاسوس سیرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا تر مسمومېدو وروسته ترینګلې شوې.
له یوه روسي تلویزیوني چینل سره په اوږده مرکه کې مېرمن زخاروا وویل، اصلي موخه دا ده چې له روسیې د فوتبال نړیوال جام واخیستل شي.
"برتانیا هڅه کوي له روسیې د هغه څه په بدل کې غچ واخلي چې د فلج کوونکې مادې له لارې د روسیې د پخواني جاسوس مسمومېدل دي. د برتانیا شاهي کورنۍ هم غواړي په روسیه کې نړیوال جام کم ارزښته وښيي."
د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن په روسیه کې د فوټبال د نړیوالې اتلولۍ لوبې په نازي جرمني کې د ۱۹۳۶م کال له لوبو سره پرتله کړي او د برتانیا د پارلمان یوه غړي خو د دې جام ځنډ یا لغو کېدل وغوښتل.
- روسیه وروسته له۷۰ کلونو ښځینه پیلوټانې روزي
- "روسیه په سوریه کې د کیمیاوي برید قربانیانو مسووله ده"
- روسیه او لوېدیځ، تېروتنه چېرې شوې؟
خو لا تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده شوې چې د انګلستان فوتبال لوبډله به له لوبو سره پرېکون وکړي که نه. دا لوبې په جون کې کېږي.
د جاسوس سکریپال او د هغه د لور د مسمومېدو په تړاو لانجه کې دواړو خواوو لسګونه ديپلوماتان یو بل ته ورشړلي دي. په وروستي ګام کې د جمعې په ورځ له واشنګټنه ۶۰ روسي ديپلوماتان وشړل شول. د روسیې د حکومت په لارښوونه په سنټ پیتربورګ کې د امریکا پر کونسلګرۍ بیرغ راټيټ شوی اود تړلو امر یې کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي فکر کوي لوېديځ غواړي روسیه د فوټبال له نړیوالو لوبو بې برخې کړي. د هغې په وینا لوېديځ به له هرې وسیلې کار واخلي چې په روسیه کې د فوټبال د اتلولیو لوبې ونه شي.
سیرګې سکریپال لا هم له خپلې لور سره په روغتون کې په سخت حالت کې بستر دی. د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي په دې فکر کوي چې د روسیې کونسلګرۍ ته اجازه ورکړي چې له یولیا سره چې روسۍ تبعه ده وګوري. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېس د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ او اوسنی حالت یې د سړې جګړې له حالت سره پرتله کړ.
روسیه وايي، پر کیمیاوي وسلو د بندیز سازمان له مشرانو سره ګوري چې د مسموم کېدو د پېښې په اړه رښتیا مالوم کړي.
سیرګي سکریپال او لور یې د مارچ په ۴مه د برتانیا د سلسبوري په سیمه کې مسموم کړی شول. برتانیا وايي د مسوممېدو تر شاه د کرملین لاس دی خو مسکو دا تورونه ردوي. اوس د سیرګي سکریپال حالت سخت خو باثباته دی او یولیا په هوښ راغلې او خبرې کولی شي.