ملاله: راتلونکی کال بیا سوات ته راځم خو له ساتونکو پرته

د انځور حقوق Reuters
Image caption ملاله او کورنۍ یې خپل کور کې هم وخت تېر کړ.

د نړۍ تر ټولو کم عمره د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ پنځه نیم کاله وروسته خپل وطن سوات ته راستنه شوه او له خپلو ګاونډیو او ملګرو سره یې ولیدل.

څو ورځې مخکې د سوات په مینګوره کې دا ګونګوسې وې چې ملاله به د امنیتي ستونزو له امله خپل پلرني ټاټوبي ته ولاړه نشي.

د دې په لیدو یې خپلوان، ګاونډي او ملګري ټول راټول او له لیدو یې خوښ شول.

ملاله یوسفزۍ وزیرې مریم اورنګزیب او نورې ډلې سره په حکومتي چورلکه کې مینګورې ته راغلل، له دې سره یې پلار ضیا الدین او مور تورپیکۍ یوسفزۍ، وروڼه یې او د ملالې صندوق ځینې کارکوونکي هم وو.

له ټولو دمخه ملاله یوسفزۍ خپل کور ته لاړه چېرته یې چې ماشومتوب تېر کړی و.

د دغه کور اوسنی استوګن فرید الحق حقاني بي بي سي ته وویل چې ملاله او کورنۍ یې د یوه سات لپاره په کور کې وو، او هغه مهال دوی خوارا زیات احساساتي او خوښ معلومېدل.

د انځور حقوق EPA
Image caption ملاله یوسفزۍ خپل پلرني ټاټوبي سوات ته له خپلې کورنۍ سره تللې وه.

د ده په وینا چې کله کور ته راغلل نو ضیا الدین هلته په انګړ کې سجده وکړه، بیا یې له ځمکې خاوره راپورته کړه او ښکل یې کړه.

نوموړی زیاتوي چې ټوله کورنۍ د خپل پخواني کور په لیدو خوارا زیاته احساساتي معلومېده او د ټولو سترګې نمجنې وې، تر څو شیبو هېچا هېڅ نه ویل. د ملالې مور او پلار شخصا په ټولو ګاونډیو راوګرځېدل او له ټولو یې احوال واخیست.

فریدالحق حقاني دا هم وویل چې د سختو امنیتي تدابیرو سره سره ملالې خپلې ګاونډۍ او ملګرې راوغوښتلې او له کور کې یې تر ډېره خبرې ورسره وکړې.

د دوی ګاونډیو هیڅ باور نه کاوه چې ملاله دې بیا سوات ته راغلې وي.

له دوی سره له خبرو معلومېده چې د ملالې فکر او سوچ اوس ډېر پوخ شوی، ښاغلي حقاني وایي چې ملالې ورته وویل ((کاکا زه به بل کار بیا راځم، خو له ساتونکو پرته.))

له دې وروسته بیا ملاله او ورسره خلک د سوات کالج ته ورغلل له زده کوونکي او ښوونکو سره یې وکتل او په یادښت کتاب کې یې څو کرښې ولیکلې.

ملاله یوسفزۍ د دوو ساتونو لپاره په سوات کې وه او بیا بېرته په ځانګړې چورلکه کې اسلام آباد ته روانه شوه.

د یادولو وړ ده چې د امنیتي اندېښو له امله سوات ته د ملالې راتګ په هکله څه نه وو ویل شوي او سملاسي له پلان وروسته دوی سوات ته لاړل. له خپل پخواني کور او پوځي کالج پرته یې بل ځای هم ونه لید.

د انځور حقوق EPA
Image caption ملالې له ځایي کالج څخه هم لیدنه وکړه.

په دغه مهال مینګوره کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو، هغه سیمې چې ملالې لیدلې کلک تړل شوي وو.

سوات کې خلکو د ملالې له راتګ مننه او خوښي څرګنده کړه. په سوات کې فعالان وایي د ملالې او مور پلار راتګ یې له وطن سره د دوی مینه ښکاروي.

خو دوی دا هم څرګنده کړه چې که ملاله د اوږده وخت لپاره پاتې شوې وای، د ښار ښوونځي او ادارې یې لیدلې وه او له ملالې صندوق یې مالي مرسته ورسره اعلان کړې وی نو دې به خلک نور هم خوښ کړي وو.

د ملالې پخوانی ښوونکی فضل خالق وایي چې د ملالې له راتګ سره په پاکستان کې په ځینو ټولنیزو شبکو کې له دې سره مخالفت او د ځینو له لوري ورسره خواخوږي څرګنده شوه.

خو ده وویل چې په سوات کې د دې پر خلاف منفي څرګندونې تر ډېره حده کمې شوې دي.

له سواته ۱۵۰ کسان په یوه ډله کې اسلام اباد ته لاړل او له ملالې او کورنۍ سره یې وکتل، په دوی کې یوه یې بي بي سي ته ویلي چې دا خلک ډيری د ملالې خپلوان او ځایي ژورنالیستان وو.

اړونده مطالب