ایرانۍ توکمه نسیم اقدم ولې پر یوټیوب برید وکړ؟

د انځور حقوق nasimesabz
Image caption د نسیم اقدم د ماشومتوب انځور چې ایران کې وه. دا انځور یې خواله رسنیو کې په دې وروستیو کې خپور و.

ایرانۍ توکمه امریکايۍ نسیم اقدم نجفي د امریکا کلیفورنیا کې د یوټیوب پر مرکزي دفتر برید وکړ.

له دریو کسانو ټپي کولو وروسته یې دغه ودانۍ کې ځانوژنه وکړه.

یوټیوب ته غوسه

نسیم اقدم ۳۹ کلنه بلل شوې د ژویو د حقونو ملاتړې وه، بوټخورۍ( د بوټو خوړلو) تبلیغ یې کاوه.

په دې برخه کې یې په تلګرام، یوټیوب او اینستاګرام کې په پارسي، انګرېزي او ترکي د بوټو پخولو ویډیوې خپرولې.

نوموړې یوه ویډیو کې په سندره او نڅا سره مشهوره شوه.

له دې ویډیو یې موخه دا وه چې د انسان ظاهري بڼې ته کتل کېږي، ځکه یې پلاستیکي سینې اچولې وې.

کله چې د هغې اینستاګرام او یوټیوب کانالونه وتړل یا د هغې په خبره سانسور شول نو د یوټیوب پر سختو نیوکګرو بدله شوه.

یوټیوب ویل د دوی له قوانینو یې سرغړونه کړې ده.

خو دې ویل چې د سترو صنعتونو او سوداګرۍ ضد فعالیت یې کاوه، ځکه رسنیو کې وځپل شوه.

هغې دا هم ویل چې د دغو خواله رسنیو د ورته ګام له امله یې په خپلو کانالونو کې د خبرتیاوو خپرولو عاید هم کم شوی دی.

څنګه مشهور شو؟

د انځور حقوق NASimsabz
Image caption نسیم اقدم د ټایر انځور خپرولو سره وویل، چې د حیواناتو ضد کسانو غوښتل ویې وژني.

نسیم اقدم په ځلونو وویل، هغه کانالونه ژر وده کوي، چې "ناپوهي او کږلاري دودوی "، خو د دې په څېر هوښیار خلک چې له اکثریت د ړانده تقلید په ځای عقل او منطق ته پنا وړي فیلتر او ځپل کېږي.

هغه باوري وه چې لوېدیځ کې "اینټرنېټي ځپل " ډېره چټکه وده کوي.

د یوټیوب او اینستاګرام کانالونو له بندېدو وروسته یې له خپلې شخصي وېبپاڼې او تلګرام ویډیوې خپرولې.

پر یوټیوب له برید وروسته یې هم څو ګړۍ تلګرام پرانیستی و او ژر ژر یې د غړو شمېر ډېرېده.

نوموړې هغو کسانو ته چې د دې په څېر روڼاندي او د سیستم مخالف وي سپارښتنه کوله چې تر ځان مشهورولو مخکې خپلې خبرې ونه کړي او کله چې ملاتړي پیدا کړي اصلي خبرې ته راشي او د سیستم مخالفت کې ودرېږي.

سندرې ویل او هنر غوره کول یې د مشهورېدو لپاره مهم ګڼل.

د انځور حقوق NASimsabz
Image caption اقدم د ایران ارومیه کې زېږېدلې او ډېر وخت یې هم دلته تېر کړی و.

هغې ویل، د دې ځمکې خلکو ته یې په دې زړه سوځي چې د پلاني روباټونو په څېر د ګېډې مړولو او غوښې خوړلو یا شهوت پاللو او پیسې پیدا کولو پسې دي.

هغې خپلو نېټ څارنو ته ویل چې کومه رواني ناروغي نه لري، خو په داسې سیاره کې ژوند کوي چې له بې عدالتۍ، کږلارۍ، اختلاف او ناروغیو ډکه ده.

د نسیم پلار اسماعیل اقدم رسنیو ته ویلي، پولیس یې خبر کړي و چې ممکن لور یې پر یوټیوب برید وکړ، ځکه له دې شبکې سخته کرکه لري.