اوونیز بحث: د سعودي اواسرايیلو "اړیکي" به پر منځني ختیځ څه اغېز ولري؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اوونیز بحث: د سعودي اواسرايیلو "اړیکي" به پر منځني ختیځ څه اغېز ولري؟

د سعودي عربستان ولیعهد ویلي دي چې "اسرايیلیان او فلسطینیان په خپله خاوره د سولې په فضا کې د ژوند کولو حق لري".

د چارو ډېری شنونکي دې څرګندونې ته په ډېرېدونکې ډول د سعودي او اسرايیلو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو په لور د یو بل ګام په توګه ګوري.

دا لومړی ځل دی چې د سعودي یو جیګپوړی چارواکی د اسرايیلو په اړه تګلارې کې د بدلون په تړاو اشاره ورکوي.

اوونیز بحث کې په دې غږیږو هغه څه عوامل دي چې عربي نړۍ په ډېرو هېوادو کې اوس د اسرايیلو په اړه تګلارو او څرګندونو کې نرمي راځي، د عربي نړۍ کړکېچونه دې کې څه رول لري، د ایران او د څو عربي هېواد اختلافونه څومره د دې نژدې والي سبب شوي.

د ترینګلتیا نه راوتل به په ټوله سیمه او اسلامي هېوادو څه اغېز ولري؟

عنایت الحق یاسیني دا اونورې پوښتنې په اسلام اباد کې د منځني ختیځ د چارو کارپوه او د نړیوال اسلامی پوهنتون استاد ډاکټر منظور او کابل کې د چارو کارپوه استاد عبدالناصر شفیق سره څېړلې دي.